Pajhwok Afghan News

د دولتي پوهنتونونو د تدريسي بهير د پيلېدو نېټې په ډاګه شوې

کابل (پژواک ۱۰ سلواغه ۱۴۰۰): د لوړو زده کړو وزارت وايي، د ګرمو سیمو د دولتي پوهنتونونو تدريسي بهير به د سلواغې په ۱۳مه (د چهارشنبې په ورځ) او د سړو سيمو بهير به د کب په ۷مه پيل شي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزير عبدالباقي حقاني نن ناوخته په خپل ويډيويي پيغام کې وويل، چې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه په هلو ځلو د هېواد په ګرم سېرو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د ۱۴۰۰ کال د سلواغې میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل شي.

ده زياته کړه، د پوهنتونونو له پیل څخه وروسته به محصلينو ته درې اونۍ درس ورکړل شي چې د وروستي سمستر ازموینه به د کب میاشتې په ۷مه پیل او د همدې میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.

د هغه په وينا، دغه راز په ګرم سېرو ولایتونو کې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او په نورمال ډول به دوام وکړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزير وویل، لکه څنګه چې د هېواد په ځينو ولایتونو کې هوا ډېره سړه ده، نو په همدې اساس د هېواد په سرد سېرو ولایتونو کې به د دولتي پوهنتونونو تدریسي بهیر د ۱۴۰۰ کال د کب میاشتې په ۷مه نېټه پیل شي.

نوموړي زياته کړه، د دې ولايتونو درسونه به درې اونۍ دوام ولري او تر هغې وروسته به د وروستي سمستر ازموینه د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي. په سرد سېرو ولایتونوکې به راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په ۲۷مه نېټه پيل او له معمول سره سم به دوام ولري.

د هغه په خبره، په ټولو دولتي پوهنتونونو کې به د ۱۴۰۰ کال کانکور له لارې بریالي شوي محصلين د روان سمستر د درسونو او ازموینو په جریان کې نوم لیکنه کوي.

حقاني وايي، د محصلينو د نوم لیکنې چارې به د اړوندو پوهنتونونو له خوا تنظیميږي او درسونه به یې له راتلونکي سمستر سره یو ځای پیلېږي.

سرپرست وزير وویل، د پوهنتونو او لوړو زده کړو وزارت اړوندو موسسو ټول کادري او اداري غړي به په پوره توان سره خپلو تدریسي او اداري چارو ته جدي پاملرنه کوي او محصلينو ته به ټولې ممکنه اسانتیاوې برابروي.

د لوړو زده کړو وزارت په داسې حال کې د دولتي پوهنتونونو د تدريسي بهير د پيلېدو خبر ورکوي چې په هېواد کې د نوي نظام له واکمنېدو راهيسې (د زمري ۲۴مه) دغه بهیر تراوسه پورې ځنډېدلی و.

Views: 284

Exit mobile version