Pajhwok Afghan News

د ننګرهار کوچیان د څرځایونو له کموالي سره مخ دي

جلال اباد (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۰): په ننګرهار ولايت کې کوچیان وایي چې د وچکالۍ او د څرځایونو د کموالي له امله یې څاروي د مړه کېدو له ګواښ سره مخ دي او دوى اړ دي چې خپل څاروي په نیمه بیه وپلوري.

د کوچیانو په وینا، نه یوازې ورسره مرسته نه ده شوې بلکې د تېر حکومت پرمهال یې د ځینو زورواکو له لوري پر مالچرونو ښارګوټي جوړ شوي چې له امله یې د دوی مالداري زيانمنه شوې ده.

د دوی له ډلې سيدو کوچي چې جلال اباد ښار ته يې څاروي د خرڅلاو لپاره راوړي و پژواک اژانس ته وويل، سږکال د زیاتې وچکالۍ له امله کوچیان اړ شوي چې په کمه بیه خپل څاروي وپلوري.

د هغه په خبره، د ننګرهار په ډېرو سیمو کې څرځایونه او مالچرونه غصب شوي او دوى يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د بهسودو ولسوالۍ په وچ تنګي سيمه کې مېشت يو بل کوچي پژواک ته وويل: ((د ننګرهار په زیاتره سیمو کې چې هلته به موږ کوچیانو د مالونو لپاره څرځایونه درلودل اوسمهال زیاتره غصب شوي او سږکال د وچکالۍ له امله مالداري له ستونزو سره مخ ده.))

له کوچيانو سره اندېښنه پيدا شوې که وضعيت همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې په دغه ولايت کې د څارويو نسل هم ختم شي.

دوی له حکومت څخه د کوچیانو لپاره د لازمو اسانتياوو د برابرولو ترڅنګ د ننګرهار په ځينو سیمو کې له غصب څخه د کوچیانو د څارويو اړوند مالچرونو د خلاصېدو غوښتنه کوي چې د تېر حکومت پرمهال غصب شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولین د کوچیانو لپاره د لازمو اسانتياوو د برابرېدو یادونه کوي.

د کرنې ریاست ویاند اجمل سبحاني پژواک ته وویل، له نورو امنیتي ادارو سره په همغږۍ هڅې پیل شوي چې په دغه ولایت کې د کوچیانو غصب شوي څرځایونه له غصب څخه خلاص کړاى شي.

کوچيان وایي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې او هم یې د څارویو څرځایونه ورځ تر بلې مخ په کمېدو دي.

Views: 90

Exit mobile version