خوست ښار (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۰): د خوست امنيهقوماندانۍ مسوولین وايي، دغه ولايت ته ټولې تلونکې لارې يې د نشهيي توکو د قاچاقبرو پر مخ تړلې دي.
هغوی دا څرګندونې نن د «کب ۱۴مه» په هغه خبري کنفرانس کې وکړې چې د خپلو لاستهراوړنو په تړاو يې جوړ کړی و.
د خوست امنيهقوماندان مولوي محبوبشاه قانت دغه کنفرانس ته په خبرو کې وويل چې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه دغه ولايت ته ټولې تلونکې لارې، د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې دي.
هغه وويل، په دې ډول سره غواړي چې په دغه ولايت کې د نشهيي توکو د استعمال ترڅنګ د پېر او پلور کچه یې صفر ته ورسوي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.
دی زياتوي: «ټولې هغه لارې چې خوست له نورو ولایتونو سره نښلوي، موږ هغې ته متوجه یو، چې د هغې له لارې د امنیت د انحلال په برخه کې یا د نشهیي توکو په برخه کې خوست ته څه وارد نشي.»
په همدې حال کې مسوولينو يو اندازه هغه نشهيي توکي هم رسنيو ته وښودل چې د تېرو دوو اونيو په لړ کې د امنيتي ځواکونو لهخوا نیول شوي دي.
د خوست امنيهقوماندانۍ د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدير مولوي ميرصادق خان کنفرانس ته وويل چې یاد نشهیي توکي د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو پرمهال نیول شويدي.
نوموړي همدا ډول وویل، په یادو عملیاتو کې يې د نشهيي توکو د يو شمېر عمده پلورونکو ترڅنګ، پنځه لوی قاچاقبر هم نيولي چې دا مهال تر پلټنو لاندې دي.
هغه وايي: «په یاده موده کې څه باندې ۱۶ کیلو ګرامه چرس، ۱۴۶ ګرامه پوډر، ۱۱۳ ګرامه شیشه، ۵۱ لېتره الکولي مشروبات او همدا شان په تور یې ۵ نفره قاچاق وړونکي او ځينې نور پلورونکي یې هم نیول شوي دي.»
نوموړي همدا ډول خبرداری ورکړ چې له دې وروسته په پارکونو او هوټلونو کې د قیلون پر څښلو هم بندیز دی او له سرغړوونکو او استعمالوونکو سره به يې قانوني چلند کېږي.
له دې سره هممهاله د خوست د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي محمدصابر صابري وایي، تېر ته په کتو سره په دغه ولایت کې د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې ده.
هغه زیاتوي، په تېرو دوو اوونیو کې یې ګڼ شمیر کسان د بېلابېلو جنایي جرمونو ترسره کولو په تور نیولي چې قضيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.
Views: 329