کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان بانک وايي، شپږ سوه میلیونه زاړه او مندرس د پنځوس افغانۍ بانکنوټونه تر کره شمېرنې وروسته وسوځول شول.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې دغه بانکنوټونه د افغانستان بانک قانون د ۳۹مې او ۴۲مې مادو پر بنسټ د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته سوځول شوي دي.
د دغه بانک دویم مرستیال عبدالقدیر احمد ویلي، په روانه میاشت کې دا دویم ځل دی چې زاړه او مندرس بانکنوټونه سوځول کېږي.
هغه له خلکو غوښتي چې د سوداګریزو او اقتصادي راکړو او ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي، څو له دې لارې د بانکنوټونو له ژر زړېدو څخه مخنیوی وشي.
خبرپاڼه زیاتوي، راټول شوي زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو استازو په شتون کې د ګومارل شوي پلاوي له خوا تر بارولو وروسته ځانګړو کُرو ته انتقال او په یو ځل وسوځول شول.
Views: 509