Pajhwok Afghan News

د غزني ۲۸ هلکانو او نجونو ته د ناروې په مالي ملاتړ طبي زده کړې ورکول کېږي

غزني (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۰): د ناروې په مالي ملاتړ د غزني ۲۸ هلکانو او نجونو ته د پکتیا د طبي علومو انسټیټیوټ د نرسینګ، لابراتوار، فارمیسي او قابله ګي په څانګو کې دوه کلنې زده کړې ورکول کېږي.

په همدې موخه نن د سلواغې په ۱۹مه دغه ولایت کې د ۳۰ نجونو په ګډون له ۲۵۰ کسانو ازموینه واخیستل شوه.

د پکتیا د طبي علومو انسټیټیوټ مسوول عبیدالله هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، له دغه شمېر کسانو به ۲۸ هغه هلکان او نجونې انتخاب شي چې تر نورو یې ډېرې نومرې وړې وي.

دی وايي، دغو ۲۸ تنو ته چې له نیمايي ډېرې به یې نجونې وي، د ناروې په لګښت د پکتیا د طبي علومو انسټیټیوټ د نرسینګ، لابراتوار، فارمیسي او قابله ګي په څانګو کې دوه کلنې زده کړې ورکول کېږي.

د غزني د عامې روغتیا رییس مولوي محمد حنیف مصباح د ناروې دا اقدام ستايي او وايي یاد شوی هېواد دې په راتلونکې کې هم د دغه ولایت محصلینو ته په ورته توګه د زده کړې امکانات برابر کړي.

هغه ازموینه هم شفافه وګڼله او یادونه یې وکړه چې یوازې به هغه کسان بریالي کېږي چې تر نورو یې ډېرې نومرې ترلاسه کړې وي.

د ازموینې ګډونوالو هم د ازموینې له بهیره خوښي ښودله او غوښتنه یې کوله چې د ناروې په څېر دې نور هېوادونه او بنسټونه هم له افغان هلکانو او نجونو سره د لوړو زده کړو په برخه کې مرستې وکړي.

د لېمې په نوم د ازموینې یوې ګډونوالې پژواک اژانس ته وویل، هیله لري چې په ازموینه کې بریالۍ شي او د قابله ګي په څانګه کې زده کړې وکړي.

هغې زیاته کړه، خلک بې وزلي دي، په خپلو اولادونو لوړې زده کړې نه شي کولای، په کار ده چې بېلابېل بنسټونه او په خپله اوسنی حکومت د زده کړې شرایط ورته برابر کړي.

د یادونې ده چې دوه کاله مخکې هم له غزني څخه په ورته توګه ۲۸ هلکان او نجونې انتخاب شوي وو او د ناروې له خوا ورته د پکتیا په طبي انسټیټیوټ کې د وړیا طبي زده کړو اسانتیا برابره شوې وه.

Views: 103

Exit mobile version