Pajhwok Afghan News

په کندهار کې د پوليسو له روزنیز مرکزه ۳۰۰ کسان فارغ شول

کندهار (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۰): په کندهار کې “د اسلامي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکزه” ۳۰۰ پولیس د یوې میاشتنۍ زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.

د یاد روزنیر مرکز روزونکي د پولیسو د فراغت په مراسمو کې وویل، د پولیسو په دغه روزنیز مرکز کې اسلامي پولیس په هر اړخیز ډول روزل شوي او د خلکو د خدمت لپاره چمتو دي.

د هغه په خبره، فارغو پولیسو د یوې میاشتې په موده کې نظري او عملي زده کړې ترلاسه کړې چې نظامي، عقیدتي، ترافیکي، انجنیري او نورې برخې په کې شاملې دي.

ده وویل: ((موږ په راتلونکي کې نور هم داسې روزنیز پروګرامونه لرو څو اسلامي پولیس په ښه ډول وروزل شي او خلک په هره برخه کې ترې خوښ و اوسي.))

دی وایي، له دې وړاندې د پولیسو په دغه روزنیز مرکز کې د حوزو مسوولینو ته روزنه ورکول شوې وه خو دا لومړی ځل دی چې پولیس هم له مسلکي زده کړو فارغېږي.

پر همدې مهال د کندهار امنیه قوماندان مولوي عبدالغفار محمدي رسنیو ته وویل، په نږدې ورځو کې به نور پولیس هم په دغه روزنیز مرکز کې زده کړې پيل کړي او دوی هڅه کوي چې ټول پولیس په مسلکي ډول وروزي.

ده زیاته کړه، د خلکو لېوالتیا ډېره زیاته ده څو د پولیسو لیکو ته راشي خو دا چې دوی ډېر امکانات نه لري، نو نه شي کولای ډېر کسان جذب کړي.

دی وایي: ((د خلکو مراجعه ډېره زیاته ده، یعنې که موږ وغواړو په یوه دوره کې تر زر ډېر کسان هم جذبولای شو، خو زموږ امکانات کم دي.))

فارغ شوي پولیس وايي، د یوې میاشتې په موده کې یې د نظامي زده کړو تر څنګ په عقیدتي، حقوقي، انجنیري، د جنايي جرمونو د مخنیوي، ترافیکي او نورو اړینو برخو کې زده کړې ورکول شوې دي.

فارغ شوی یوه پولیس بشیراحمد وايي، دوی به وکولای شي چې له دې زده کړو د دندې پر مهال ښه ګټه واخلي.

هغه زیاته کړه: ((کوم وخت چې موږ روزنه نه وه لیدلې، له ښاري اصولو سره بلد نه وو خو اوس مو له خلکو سره د ښه چلند او په ښار کې په ښه ډول د دندې ترسره کولو په اړه ډېر څه زده کړل.))

دغه راز یو بل فارغ روزي محمد هم وايي، د روزل شوو او نورو پولیسو ترمنځ ډېر توپير دی او له هغو کسانو خلک ډېر خوښ دي چې په روزنیزو مرکزونو کې یې روزنه ترلاسه کړې وي.

دی وایي، هڅه به وکړي چې له خلکو سره ډېر ښه او نرم چلند وکړي څو خلک نور هم له دوی څخه خوښ وي.

په کندهار کې ډېر مهال خلک د پولیسو له چلنده شکایت کوي او وايي، پولیس باید ځانګړی یونیفورم ولري او له خلکو سره ښه رویه وکړي.

که څه هم څو میاشتې وړاندې په کندهار کې د پولیسو لپاره ځانګړی یونیفورم جوړ شوی خو لا هم ډېر پولیس په شخصي جامو کې پر تلاښيو ولاړ وي.

Views: 60

Exit mobile version