ګردېز (پژواک، ٢١ سلواغه ١٤٠٠): د پکتيا امنيې قوماندانۍ له لوري په دغه ولايت د پاسپورټ ورکولو پروسه درول شوې چې له امله خلک اندېښمن دي.
د يادې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نن ورځې وروسته تر يوې اوونۍ پورې د پاسپورټ ورکولو هر ډول فعاليتونه يې درولي دي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې دغه اقدام په څه موخه شوى او کومه ستونزه موجوده ده.
د پکتيا ولايت اوسېدونکي د پاسپورټ خدماتو پر تړل کېدو اندېښنه ښيي او وايي چې دوى په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
د دغه ولايت اوسېدونکي محب الله همدرد پژواک ته وويل: ((په پکتيا ولايت کې د نورو ولايتونو په پرتله د پاسپورټ اخيستونکي زيات دي؛ ځکه چې زيات شمېر خلک د مزدورۍ لپاره بهر کې دي او لاهم روان دي.))
نوموړى وايي: ((خبر شوو چې قوماندانۍ دغه لړۍ درولې ده خو د پاسپورټ په پروسه کې بايد نور هم چټکوالى راشي؛ ځکه چې مراجعين يې زيات دي.))
دى وايي، د دې ترڅنګ دې د پاسپورټ په وېش کې له شفافيت څخه کار واخيستل شي.
پر پکتيا سربېره په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د پاسپورټ ورکولو چارې څو څو ځلې په ټپه درېدلې دي.
د دغه کار لامل د خلکو زياتې غوښتنې او تخنيکي ستونزې بلل شوې دي.
Views: 68