Pajhwok Afghan News

یو پلار چې ادعا لري پنځه کاله مخکې یې څلور لوڼې پلورلې، اوس هم له بېوزلۍ ځورېږي

سرپل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۰): په سرپل ولایت کې یو ۶۰ کلن کس چې ادعا کوي په درېیو کلونو کې یې څلور کوچنۍ لوڼې پلورلې او اوس هم له بېوزلۍ ځورېږي، له حکومت او خیریه موسسو د مرستې غوښتنه کوي.

د سرپل ولایت د مرکز اړوند (نوه کي) کلي اوسېدونکي جمعه پژواک خبري اژانس ته وویل چې له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۸ کاله یې څلور کوچنۍ لورانې د بېوزلۍ او لوږې له امله پلورلې، خو اقتصادي وضعیت یې نه دی ښه شوی.

هغه په داسې یوه خونه کې له پژواک سره مرکه وکړه چې د لوېدو ګواښ یې و، د دې خونې چت ته د لوېدو د مخنیوي لپاره دوولس ستنې درول شوې وې.

هغه ادعا لري چې کوچنۍ لوڼې یې د بېوزلۍ او بېچاره ګۍ او لوږې له امله پلورلې او په پیسو یې د کورنۍ پاتې غړو ته خواړه برابر کړي دي.

جمعه وویل: ((هر ځل یې چې ښځې ماشوم زېږاوه، لس ورځې وروسته مې په شاوخوا ۱۰زره افغانۍ پلورله او په پیسو به مې یې اوړه او غوړي اخیستل.))

دغه کس زیاتوي چې مخکې یې بزګري کوله، خو اوس کار نه شي کولای او د یوې مړۍ ډوډۍ محتاج دی.

نوموړي وویل چې ښځې ته یې د کوچنیو لورانو د له لاسه ورکولو له امله رواني ناروغي پیدا شوې ده.

د ده په خبره، یو زوی لري چې په کمو پیسو مزدوري کوي، دغه پیسې یې یوازې د کورنۍ د وچې ډوډۍ لپاره کفایت کوي.

جمعه له حکومت او خیریه موسسو غواړي چې له ده او کورنۍ سره یې مرسته وکړي.

Views: 268

Exit mobile version