ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې له ٧٠ ویجاړو شوو ښوونيزو مرکزونو د ١٣بيارغونه پيل شوې ده

کندوز کې له ٧٠ ویجاړو شوو ښوونيزو مرکزونو د ١٣بيارغونه پيل شوې ده

author avatar
19 Feb 2022 - 14:24
کندوز کې له ٧٠ ویجاړو شوو ښوونيزو مرکزونو د ١٣بيارغونه پيل شوې ده
author avatar
19 Feb 2022 - 14:24

کندوز ښار (پژواک، ٣٠ سلواغه ١٤٠٠): د کندوز د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د تېرو جګړو له امله د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې ٧٠ ښوونيز مرکزونه ويجاړ او يا هم زيانمن شوي دي.

دغه مسوولين زياتوي چې د يادو ٧٠ ښوونيزو مرکزونو له ډلې څخه د ١٣ بيارغونه يې پيل شوې ده.

د کندوز د پوهنې رييس مولوي اسماعيل ابو حامد پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د دغه ولايت په شپږو ولسواليو او مرکز کې د تېرو جګړو او هوايي بريدونو له امله ٧٠ ښوونيز مرکزونه ويجاړ او يا هم زيامن شوي دي.

د نوموړي په وينا، د يادو ښوونيزو مرکزونو له ډلې د ١٣ بيارغونه يې پيل شوې او د نورو به هم ژر پيل شي.

هغه دا هم وويل چې نوي کال کې به ښوونځیو ته ٣٠ زره نوي زده کوونکي جذب کړاى شي.

دی زياتوي چې په دغه ولايت کې د پوهنې برخې د پراختيا لپاره هم جدي هلې ځلې روانې دي.

بل لورته د کندوز د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي وايي چې په سيمو کې یې د زده کړو لپاره ښوونيز مرکزونه نشته دي.

د چهادرې ولسوالۍ اوسېدونکي عتيق الله پژواک ته وويل چې د دغې ولسوالۍ په لرو سيمو کې ښوونځي نشته دي.

هغه وايي: ((په تېرو ٢٠ کلونو کې د دغې ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې ښوونځي نه دي جوړ شوي، خلک يې په دغه برخه کې له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي.))

نوموړي له حکومتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې ښوونځي فعاله کړي ترڅو ماشومان له زده کړو څخه پاتې نه شي.

د يادونې ده چې په کندوز کې ٤٨٦ ښوونيز مرکزونه دي چې په تېرو جګړو کې له ٧٠ څخه يې د سنګر په توګه ګټه پورته شوې چې له امله يې ٣٠ زره کسان له زده کړو څخه پاتې شوې دي.

Views: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.