Pajhwok Afghan News

په میدان وردګو کې د غشو ویشتلو دوه ورځنۍ سیالي پای ته ورسېده

میدان ښار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۰): د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو سيمې د دوو کلیو ترمنځ د غشو ویشتلو دوه ورځنۍ سیالي پرون د بلاق کلي په ګټه پای ته ورسېده.

د يادو لوبو لومړۍ سیالي د سلواغې په ۲۷ مه په بلاق او دویمه سیالي یې تېره ورځ په خواجه انګور کلي کې تر سره شوه.‎

په لومړۍ لوبه کې د بلاق کلي له خواجه انګور څخه ۵۰ د ۳۹ نومرو پروړاندې ميدان خپل کړ.

په دويمه لوبه کې هم بلاق کلي خواجه انګور ټيم ته په ۵۴ د ۴۱ پروړاندې ماتې ورکړه.

د بلاق کلي لوبډلې یوه غړي معصوم زاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې که څه هم د دواړو ورځو لوبې په لومړیو کې د لوبډلو ترمنځ يو شان روانې وې، خو له غرمې وروسته د بلاق کلي ټيم مخکې شو.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د غېږ نیونې، سکي، خوسي او نورو لوبو په څېر دې د غشو ویشتلو لوبو ته هم پاملرنه وکړي او د سیمو د لوبډلو ترمنځ لوبو ته دې زمینه برابره کړي.

بل خوا د المپیک ملي کمېټې ویاند دادمحمد ناوک پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کمېټه له ټولو لوبو د ملاتړ مسوولیت لري او که هر څوک په رسمي توګه د دغه ډول لوبو لپاره له دې کمېټې مرسته وغواړي نو تر خپله وسه به همکاري ورسره وکړي.

د یادو لوبو نندارې ته له یوه بل کلي ورغلي کس شفیع الله حکیمي وویل چې د تېرې ورځې لوبه پرون شاوخوا ۸:۳۰ دقیقې پیل او د مازدیګر تر شاوخو څلور بجو يې دوام وکړ او بالاخره د بلاق کلي په ګټه پای ته ورسېده.

د غشو ویشتلو لوبې اوږده مخینه لري چې په کلیوالي سیمو کې د ژمي په موسم کې د واورې ورېدو پر مهال کېږي.

Views: 59

Exit mobile version