Pajhwok Afghan News

د لوګر د پاسپورټ امریت یو کارکوونکی له یو میلیون افغانیو سره تښتېدلی

پل علم (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د پاسپورټ امریت یوه کارکوونکي شاوخوا یو میلیون افغانۍ عواید له ځان سره وړي او تښتېدلی دی.

دوی زیاتوي، د تښتېدلي کس د نیولو هڅې روانې دي او په دې تړاو ۱۰ مشکوک کسان نیول شوي دي.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاسپورټ امریت دغه کارکوونکی خواجه فرهاد نومېږي چې د پاسپورټونو د بانکي تعرفو له درکه یې یو میلیون افغانۍ عواید تښتولي دي.

هغه زیاته کړه: ((نوموړي د پاسپورټ غوښتونکو ته جعلي تعرفې ورکړې او پیسې یې د بانک پر ځای نغدې اخیستې، دغه راز له ګڼو کسانو یې بیا په دې نوم پیسې اخیستې چې ګواکې د بایومټریک نوبت یې مخکې کوي.))

هغه زیاته کړه، د دغه کس د نیولو هڅې روانې دي چې په دې تړاو ۱۰ مشکوک کسان نیول شوي او پلټنې ترې پیل شوې دي.

نوموړي، تښتول شوې پیسې شاوخوا یو میلیون افغانۍ یادې کړې او د ځینو رسنیو هغه خبرونه یې رد کړل چې ګواکې یاد کس ۳۰ میلیونه افغانۍ تښتولې دي.

د پاسپورټ امریت د دغه کارکوونکي له تښتېدو وروسته د لوګر یو شمېر اوسېدونکو پژواک ته وویل چې د پاسپورټ جوړولو له درکه یې دغه کس ته پیسې ورکړې دي خو پاسپورټونه یې نه دي جوړ شوي.

د مرکز کلنګار سیمې اوسېدونکي حبیب الله وايي: ((میاشت مخکې مې د پاسپورټ جوړولو اړوند ټول اداري کارونه خلاص کړل، په خپل لاس مې د پاسپورټ امریت دغه کارکوونکي ته ۵۵۰۰ افغانۍ ورکړې، هغه بانکي تعرفه راکړه او ویل یې چې پیسې دې زه بانک ته تحویلوم.))

هغه زیاتوي، نن خبر شو چې د پاسپورټ امریت دغه کارکوونکی تښتېدلی او د سلګونو نورو کسانو ترڅنګ د ده پیسې هم بانک ته نه دي تحویل شوې.

دغه راز د پل علم ښار د نیازیو اوسېدونکي اجمل پژواک ته وویل چې یاد کس ترې د دوو کسانو پر سر ۱۰زره افغانۍ اخیستې او ورته ویلي یې وو چې د بایومټریک نوبت یې مخکې کوي.

د یادونې ده، د اوسني حکومت له راتلو سره د لوګر د پاسپورټ امریت فعالیت څلور ځلې د تخنیکي ستونزو له امله درېدلی او بیا پیل شوی چې له یوې میاشتې ځنډ وروسته یې تېره اوونۍ بیا فعالیت پیل کړی دی.

Views: 2414

Exit mobile version