Pajhwok Afghan News

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله اته کسان مړه شوي دي

کابل (پژواک، ٢ کب ١٤٠٠): د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷۴ کسان په کرونا ویروس اخته او اته کسان یې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د ۱۰۴۸ کسانو د کرونا ټسټونه اخیستل شوي چې له ډلې یې ۲۳۰ نمونې مثبتې پېژندل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې دغه شمېر کسان په ۱۴ ولایتونو کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د هغه په وینا، په بغلان کې ٣٨، په بلخ کې ٢٩، په کونړ کې ٢٧، په غزني کې ٢٢، په ننګرهار کې ٢١، تخار کې ١٥، هلمند کې ١٤، پنجشېر کې ١٣، غور کې ١٢، لوګر او فارياب کې ٩-٩ ، ۸-۸ په کابل او پکتیا کې، په بامیان کې ۶ او ۴ نورې پېښې په کندوز ولایت کې ثبت شوې دي.

هغه وایي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ۳۶۵ ناروغان بېرته رغېدلي دي.

نوموړي څرګنده کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یادې ناروغي له امله ۸ کسان مړه شوي دي.

هژیر زیاته کړه چې تر دې دمه په هېواد کې له ۱۷۳ زرو ډېرې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې چې له ۱۵۲ زرو ډېر ناروغان بېرته رغېدلي او ۷۵۴۸ نور یې له امله مړه شوي دي.

Views: 17

Exit mobile version