Pajhwok Afghan News

د شمال زون سیندیرې حوزې عمومي رییس د نیمه کاره پروژو څېړنې په موخه سمنګان ته تللی ‎‎

ایبک (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): د اوبو او برېښنا وزارت په چوکاټ کې د شمال زون سیندیزې حوزې عمومي ريیس نن سهار د یوه پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته د خلم ایبک سیندیزې حوزې د نیمه کاره پروژو د څېړنې په موخه سفر کړی دی.

مولوي عبدالحکيم (حاجي حکمت) د دغه ولايت له چارواکو سره خبرو کې وويل چې یاد ولايت ته د ده د سفر موخه د خلم ايبک سیندیزې حوزې د کارکوونکو او د کروندګرو د کرنيزو اوبو د ستونزو څېړل او د دغه رياست د نيمه کاره پروژو په اړه د معلوماتو راټولول دي.

هغه زیاته کړه چې په ۱۳۹۹ مالي کال  او ۱۴۰۰ کال کې په سمنګان ولايت کې د نړيوال بانک په مالي مرسته د ٢٨ ميليونه افغانيو په ارزښت د شپږو چک ډیمونو پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
نوموړي دغه راز وويل چې د ١٨ ميليونه افغانيو په لګښت د سربند او کرنیز کانال د جوړولو او بیارغونې یوولسو بېخ بنایي پروژو کارونه بشپړ شوي دي.

نوموړي وویل، د اوبو او برېښنا وزارت په ۱۴۰۱ مالي کال کې په ټول هېواد کې د ۴۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۷ زیربنایي پروژو او د ۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د ۱۴ بندونو جوړولو پلان لري.

حاجي حکمت وويل، د دغه ولايت په خرم سارباغ ولسوالۍ کې د «اب کلي» د اوبو راګرځولو بند جوړول هم په پلان شوې پروژه کې شامل دی چې د دې پروژې د مالي سرچينو د موندلو په صورت کې به پلې شي.

د خلم ايبک سیندیزې حوزې رییس ملامحمد عمر انس وويل، د سمنګان د خلکو لویه ستونزه د کرنيزو اوبو کمښت او نشتوالى دى او د سمنګان د سیند اوبو جريان په يوه ثانيه کې درې اعشاریه درې متر مکعبه دى چې دغه اندازه اوبه کولای شي یوازې د ۳۰ سلنه کروندې ستونزې حل کړي او ۷۰ سلنه کرنیزه ځمکه له اوبو پاتې کېږي‎.

نوموړي وړانديز وکړ چې د کار په بدل کې د خوړو نړيوال سازمان د خوراکي توکو له پروګرامه په ګټه اخيستنې د دغه ولايت د اوبو کانالونه پاک شي.

Views: 16

Exit mobile version