Pajhwok Afghan News

نظري: نوې اقتصادي تګلاره به ډېر ژر اعلان شي

کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۰): د اقتصاد وزارت مرستيال وایي چې په هېواد کورنیو او بهرنيو پانګوالو ته د اسانتياوو برابرولو او د ناقانونه سوداګرۍ د ختمولو لپاره جدي هڅې روانې دي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال عبدالطيف نظري د کب په څلورمه کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د اقتصاد وزارت يوه نوې پاليسي جوړه کړې چې له مخې به يې هېواد کې اقتصادي ستونزې کمې شي.

د هغه په وينا، د همدې تګلارې له مخې، خلکو ته د سوداګرۍ زمينه برابره او ملاتړ يې کيږي.

دى وايي: ((په دې پالیسۍ موږ سوداګري غیر سیاسي کړې، مخکې سوداګري سیاسي وه او کومه ښه نتیجه یې هم نه درلوده په ډېرو برخو کې غیر معیاري توکي هېواد ته وارد شوي دي.))

د ده په خبره، په دې پالیسۍ کې ښځینه سوداګرو ته هم پاملرنه شوې او له حکومت څخه غوښتل شوي چې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي.

نوموړی وايي چې افغانستان يو کرنيز هېواد دى نو له همدې پلوه په نوې پاليسۍ کې د کرنې برخې ته ډېره پاملرنه شوې ده.

نظري زياته کړه: ((په تېرو حکومتونو کې د اقتصاد متمرکز او غیر متمرکز نظامونه تجربه شول، خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې او داځل موږ له هغه اقتصادي نظام څخه استفاده کوو چې ډېرو مخ پر ودې هېوادونو ترې استفاده کړې ده.))

د هغه په وينا، دغه نوې اقتصادي تګلاره به ډېر ژر اعلان شي چې له مخې به يې د صادراتو کچه لوړه او با کیفیته مواد به هېواد ته وارد شي.

هغه وايي چې په دې وروستيو کې د خلکو د پېرودلو ځواک کم شوى او دا ستونزه به د سيمه ييزو اقتصادي پروژو په برخه کې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره حل شي.

همدارنګه په ياده غونډه کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل چې په تېرو پنځو مياشتو کې دغه وزارت د ۱۳۴ غیر دولتي داخلي موسسو اسناد ارزیابي کړي او د جواز فعالیت یې ورکړی دی.

ده وويل چې د اقتصاد وزارت په همدې موده کې یو میلیون او درې سوه زره افغانۍ عوايد ترلاسه کړي او د دولت خزانې ته يې لېږلي دي.

Views: 41

Exit mobile version