غزني (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۰): د کابل- غزني پر لویه لاره یو سراچه موټر له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي او یو ټپي دی.
پېښه تېره ورځ ماښام ناوخته د غزني ښار اړوند روضې کوتل ته څېرمه د تلخک زار په سیمه کې شوې ده.
د غزني د والي ویاند حافظ عمر غزنوي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سراچه موټر له کابله غزني ته پر لاره و چې د تېز تګ له امله له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې د درېیو ښځو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او موټر چلوونکی سخت ټپي شوی دی.
دی وايي، دا پېښه د ترافیکي اصولو نه مراعاتولو او بې احتیاطۍ له امله شوې ده.
د غزني ولایتي روغتون یو ډاکټر نورالله وايي، د پېښې له ځایه پنځه جسدونه او یو ټپي ور وړل شوي چې د ټپی کس روغتیايي حالت نازک دی.
د کابل- غزني لارې یوه موټر چلوونکي نصرالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر دې لاره هر وخت د سړک د خرابوالي له امله ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې هر څو ژر دغه سړک ورغوي څو په راتلونکي کې د ترافیکي پېښو مخه ونیول شي.
د کابل- کندهار لویه لاره د هېواد له مهمو مواصلاتي لارو ګڼل کېږي چې ډېر مهال ورباندې ورته پېښې کېږي.
Views: 352