Pajhwok Afghan News

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۳ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۵ کب ١٤٠٠): د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۳ کسان پر کرونا اخته او ۳ نور یې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د ۸۴۹ کسانو د کرونا ټیسټونه اخیستل شوي چې له ډلې یې د ۱۲۳ کسانو پایلې مثبتې پېژندل شوې دي.

هغه وویل چې دغه کسان په ۱۱ ولایتونو کې پر کرونا اخته شوي دي.

د نوموړي په وینا، په زابل ولايت کې ٣٤ پېښې، په کابل کې ٢٩، په غزني کې ١٦، په فراه کې ١١، په کندوز کې ٩، په میدان وردګ کې ٨، په باميانو کې ٧، په بلخ او لغمان کې ٣-٣، په باميانو کې ٢ او یوه بله پېښه په پکتیا کې ثبت شوې دي.

هغه وایي، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۳۴۴ کسان بېرته له کرونا رغېدلي دي.

هژیر څرګنده کړه چې په تېرو ۱۴ ساعتونو کې پر کوويډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو له امله ۳ کسان مړه شوي دي.

نوموړي وویل چې تر اوسه په هېواد کې د کرونا ۱۷۳ زره او ۴۷ مثبتې پېښې ثیبت شوې چې له دې ډلې ۱۵۳ زره او ۸۹۰ کسان بېرته رغېدلي او ۷۵۷۸ کسان یې له امله مړه شوي دي.

Views: 18

Exit mobile version