پاراخ (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۰): د پنجشېر امنیې قوماندانۍ د امنیت امر وايي چې د دغه ولایت په شتل ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او د «دښمن تلفات اته کسان» دي.
سیمه ییزې سرچینې وايي چې دغه عملیات د دوشنبې په ورځ د شتل ولسوالۍ په «دوابي» سیمه کې ترسره شول.
د پنجشېر امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحمید خراساني پژواک ته وویل: ((یوه شپه او یوه ورځ عملیات وو، د دښمن تلفات اته کسان دي، یو کس شهید لرو.))
صبغت الله احمدي چې ځان د «مقاومت جبهې» ویاند معرفي کوي، ادعا کوي چې په یاده نښته کې د یوې قطعې د قوماندان مولوي عزت الله په ګډون ۹ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د شتل ولسوالۍ د دوابي اوسېدونکی صدرالدین وايي چې په یاده سیمه کې نښته شوې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.
Views: 611