Pajhwok Afghan News

په بدخشان کې د ښځو د خیاطۍ لومړی ځانګړی مرکز جوړ شو

فیض‌اباد (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۰ ): د بدخشان ولایت دوو خبریالانو د خیاطۍ د یوه مرکز په جوړولو سره لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړه.

 د بدخشان سیمه ییزو خبریالانو عبدالباعث حکیمي او ناظم قاسمي د خیاطۍ دغه مرکز د ۸۰ زره افغانۍ په لګښت فیض اباد ښار کې جوړ او نن یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.

عبدالباعث حکیمي وايي، د ښځو ددغه ځانګړي کاري مرکز د جوړېدو موخه یې ښځو ته د کار زمینه برابرول دي، ځکه داسې ښځې شته چې نارینه یې وژل شوي او دوی د کورنۍ سرپرستي کوي.

د هغه په خبره، اوس مهال د خیاطۍ په دغه مرکز کې لس ښځې پر کار بوختې دي.

نوموړي وویل، دغه کاري مرکز یې په خپل شخصي لګښت جوړ کړی او له هیڅ بنسټ څخه یې مالي مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي د ښځو لپاره د خیاطۍ د دغه ځانګړي مرکز د پرانیستې پر مهال د بدخشان د ځوانانو د یاد خلاقیت هرکلی وکړ او ویې ویل، هڅه کېږي چې دغه ډول پروګرامونه ډېر شي او ښځو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه وویل: ((د افغانستان اسلامي امارت د ښځو د کار مخالف نه دی، ښځې دې هڅه وکړي چې د مشروع کار له لارې پر ځان بسیا شي.))

په ورته وخت کې د دغه کاري مرکز یوه کارکوونکې مریم حکیمي وايي، په یاد مرکز کې لس ښځې کار کوي چې درې یې استادانې او نورې یې شاګردانې دي.

هغې له مرستندویه بنسټونو او حکومت څخه وغوښتل چې له دوی سره مالي او تخینکي مرسته وکړي.

Views: 26

Exit mobile version