لښکرګاه (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۰): د هلمند د لښکرګاه ښاروالۍ د ۲۰ ميلیون افغانيو په لګښت د څلورو اساسي پروژو کار پيل کړ.
د دغې ښاروالۍ مسوولان وايي چې په راتلونکي کال کې به د ۱۳۲میليون افغانيو په لګښت شل نورې پروژې هم پلې کړي.
د لښکرګاه ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول محمد طاهر ابشار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د يادو پروژو لګښت د ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه ورکول کېږي.
ده زياته کړه، په دغو څلورو اساسي پروژو کې چې چارې يې اوس پيل شوې د پارکونو جوړول، د چرۍ جوړولو فابريکه، يو کانال او يوه د زينتي نيالګيو ایښودلو پروژې شاملې دي.
هغه زياته کړه:” په راتلونکي کال کې به شل پروژې پلې کړو چې ټول ټال ۱۳۲ميليون افغانۍ ورته بېلې شوې دي.”
Views: 81