Pajhwok Afghan News

“امریکا د دوحې تړون ته درناوی نه دی کړی”

پلخمري (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۰): د بغلان ولایت د فرهنګي چارو مسوولین وایي چې امریکا د دوحې له شوي تړونه سرغړونې کړې ده.

دغه څرګندونې نن د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي مصطفی هاشمي د دوحې تړون د دویمې کاليزې په نمانځغونډه کې وکړې.

هاشمي وویل چې امریکا لا هم له ځورول شوو افغانانو سره دښمنۍ ته دوام ورکړی.

نوموړي زياته کړه:” امریکا په افغانستان کې د خپل شتون تر وروستۍ ورځې پر ملکي افغانانو بمونه وغورځول او په نه شتون کې یې بیا اقتصادي دښمني دوام لري.”

ده وویل، چې امريکا لا هم له اقتصادي پلوه پر افغانانو فشار ته دوام ورکړی چې له امله یې په افغانستان کې روان بد اقتصادي وضعیت رامنځته کړی.

دیني عالم شیخ رحیم الله حقاني وویل: “امارت د تېر نظام د سقوط په وروستیو کې د یوې ورځې لګښت توان نه درلود په الهي مرسته د نړۍ پیاوړي اقتصادي هېوادونه ورته مات شول.”

هغه زياته کړه چې د اوسني نظام د بریا لومړی دلیل یووالی او اتفاق و.

دغه راز د پوهنتون استاد شاه زمان زماني هم د کب لسمې تاریخي هوکړې ته په اشارې سره وویل: “په افغانستان کې د قدرت جزیرې لومړي احمد شاه ابدالي او بیا اوسني حاکم نظام له منځه یووړې.”

زماني زیاته کړه، تر احمد شاه ابدالي وړاندې هم افعانستان په څو شخصي نظامي کړیو وېشل شوی و.

ده وویل: “د تش جمهوریت په نوم نظام چې د هیچا ژوند په کې خوندي نه و.”

ده زياته کړه چې د حاکم نظام پر راتګ سره د بهرنیو لاسوهنو د بندېدو تر څنګ د قدرت داخلي جزیرې هم ختمې شوې چې له څو لسیزو وروسته په دویم ځل بیا یو خپلواک افغانستان شو.

د یوه بل خبر له مخې، په پکتیا ولایت کې هم د دوحې تړون دویمه کالیزه د یوې غونډې له لارې ونمانځل شوه چې د بېلابېلو ولسوالیو زرګونو اوسېدونکو ګډون په کړې کړی وو.

د غونډې یوه ګډونوال او قومي مشر حاجي سیدالله وویل، پر افغانانو تېر شل کلونه جګړه تپیل شوې چې زرګونه خلک په کې ووژل شول.

هغه زیاته کړه، دوه کاله مخکې په همدې ورځ د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو چې د افغانانو لپاره د ازادۍ لومړی ګام او د امریکا د اشغال پای و.

هغه زیاته کړه، نور دې افغانان له تېرو جګړو، پرديو لمسونونو او تاريخونو عبرت واخلي او د افغانستان په ودانولو کې دې په ګډه کار وکړي.

د غونډې يو بل ګډون وال محمد امير وویل چې امريکا په افغانستان کې د دوستۍ په نوم بربادوونکې جګړه وکړه چې له امله یې ډېرو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ده زیاته کړه، دغه حالت ټول افغانان ځورولي او په همدې بنسټ ټول باید په نوي حکومت کې ځای ولري.

د پکتيکا والي مولوي عبدالله مختار وويل چې افغانانو د خپلو سرښندنو او قربانيو په برکت هېواد ازاد او خپلو اصلي زامنو ته وسپاره.

نوموړي وويل چې د دوحې تړون د افغانانو لپاره مهم و او اسلامي امارت د دغه تړون له مخې تل پر خپلو ژمنو درېدلی دی.

دوه کاله مخکې د کب په لسمه د دوحې تاریخي تړون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو؛ ملا عبدالغني برادر هغه مهال د قطر سیاسي دفتر مرستیال و.

نن (د کب لسمه) د دغه تړون دوه کاله پوره شول.

Views: 151

Exit mobile version