لښکرګاه (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰): د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د سولې بنسټ (ROP) په نوم موسسې په همکارۍ به راتلونکی کال پر ۱۱۵۰ جریبه ځمکه باغونه جوړ کړي.
د دغه ولایت د کرنې رياست د باغدارۍ د ترویج مدیر حاجي شاه محمدخان پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په نوو جوړېدونکو باغونو کې به پر ۲۰۰ جريبه ځمکه د پستې او پر ۵۰۰ جريبه ځمکه به د خرما باغونه جوړ شي او پاتې ۴۵۰ جريبه به د مېوو بېلابېل باغونه وي.
نوموړي زياته کړه چې دغه باغونه به په نهر سراج، نادعلي، ناوه او ګرمسېر ولسوالیو کې جوړېږي.
ده وويل: “که څه هم په دغه ولایت کې په تېرو کلنو کې پر ۶۰۰ جريبه ځمکه د پستې، پر ۲۶ جریبه ځمکه د خرما باغونه جوړ شوي، خو د تېرو وچکالیو پر مهال ډېری دغه باغونه وچ شوي دي.
هغه دغه راز وويل چې باغونه د سولي بنسټ موسسې (ROP) په همکارۍ جوړېږي او لګښت یې د نړیوال بانګ له خوا ورکول کېږې.
د نوموړي په خبره، پر ۴۵۰ جريبه ځمکه به د انارو، انګورو، شفتالو، پلم، زردالو، بادام او انځر باغونه جوړ شي چې په وينا يې کار يې عملا روان دی.
ده وویل چې د يادو باغونو شل سلنه لګښت د ځمکو مالکان او اتیا سلنه يې د سولې بنسټ موسسې له خوا ورکول کېږي.
Views: 62