ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتیکا کې د وژل شوو دوو ښځو کورنۍ عدالت غواړي

په پکتیکا کې د وژل شوو دوو ښځو کورنۍ عدالت غواړي

author avatar
2 Mar 2022 - 11:57
په پکتیکا کې د وژل شوو دوو ښځو کورنۍ عدالت غواړي
author avatar
2 Mar 2022 - 11:57

ښرنه (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰): په پکتیکا کې د وژل شوو دوو ښځو (مور او لور) د کورنۍ غړي وايي، حکومت دې د دې پېښې عاملین پیدا کړي او قانون ته یې دې وسپاري.

د دغه ولایت د برمل ولسوالۍ په مرغې کلي کې څلور ورځې وړاندې د شپې شاوخوا ۱۱ بجې نامعلومو وسله والو په یوه کور کې مور او لور په مرموزه ډول وژلې وې.

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي هلال پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوې ښځې مور او خور دي چې په خپل کور کې وژل شوې دي.

دی له حکومته د قاتلانو د نیول کېدو غوښتنه کوي او زیاتوي، له دوی سره باید عدالت وشي او قاتلانو ته یې دې سخته سزا ورکړل شي.

هغه وايي: ((زما خور په ماشومتوب کې د خپل تره زوی په نوم شوې وه، خو زما خور له دې رشتې انکار کړی و، ویل یې هغه مې خوښ نه دی، خو بیا هم د مشرانو پرېکړه وه، خور مې د تره زوی ته واده شوه خو د یوې میاشتې له تېرېدو وروسته له هغې سره تاو تریخوالی پيل شو.))

د ده په خبره، دغه حالت زما خور طلاق اخیستو ته اړه کړه خو د تره زوی مې ویل چې درې میاشتې وروسته طلاق ورکوم، خو درې میاشتې تېرې نه وې چې خور او مور مې په خپل کور کې ووژل شوې.

نوموړی وايي، اړوندې ادارې باید دا پېښه وڅېړي او قاتلان په عام محضر کې په سزا ورسوي.

په برمل ولسوالۍ کې د PTM استازي سهېل نور پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې پېښه غمجن شوي دي.

ده هم له حکومته وغوښتل چې د پېښې عاملانو ته سخته سزا ورکړي څو بیا داسې پېښې تکرار نه شي.

د برمل ولسوالۍ د استخباراتو یوې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونه په هماغه شپه د پېښې ځای ته رسېدلي او په دې اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

سرچینه وايي، ژر به د دې پېښې عاملان ونیسي او قانون به ورباندې پلی کړي.

د یادونې ده، یوه میاشت مخکې هم د پکتیکا په یحیی خېل ولسوالۍ کې په ورته توګه یوه ښځه د کورني تاوتریخوالي په پایله کې وژل شوې وه چې امنیتي ځواکونو یې قاتلان نیولي وو.

Views: 137

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.