ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د سوېلي ولايتونو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

خوست کې د سوېلي ولايتونو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

author avatar
4 Mar 2022 - 20:40
خوست کې د سوېلي ولايتونو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
author avatar
4 Mar 2022 - 20:40

خوست ښار (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۰): خوست کې د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي رياست له خوا د سوېلي ولايتونو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د واليبال دغه لوبې چې نن د «کب ۱۳مه» د خوست ښار اړوند د سولې په نوم تفريحي پارک کې پيل شوې، پکې د خوست، پکتيا، پکتيکا، لوګر، غزني او ميدان وردګو ولايتونو د واليبال شپږو لوبډلو ګډون کړی دی.

د خوست د واليبال فدراسيون مشر زمري سيلاني پژواک خبري اژانس ته وويل،  دا لوبې چې شاوخوا يوه اونۍ به دوام کوي، موخه يې د لوبغاړو تشويق او د واليبال په برخه کې د نويو ځوانو لوبغاړو پيژندل دي.

ده زياته کړه: ((دا لوبې د زون په کچه دي. له کابل نه رسمي دلته پيل شوي دي، چې نن د خوست او لوګر ولايتونو د واليبال لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کيږي. د دې لوبډلو قهرمانه لوبډله به کابل ته ځي او هلته به د نورو زونونو لوبډلو سره لوبې کوي.))

د دې لوبو يو شمېر لوبغاړي وايي چې دا ډول لوبې د واليبال د پرمختګ او مسلکيتوب ترڅنګ د ځوانانو د يوالي په برخه کې هم موثرې تماميږي او غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې دې هم دا ډول لوبې جوړې شي.

د لوګر ولايت د واليبال لوبډلې يو تن لوبغاړي اسلام الدين په دې اړه پژواک ته وويل: ((دا لوبې د جنوب د زون لوبې دي. دا د ورزشکارانو د يو ځای والي لپاره او د دې لپاره چې ورزشکاران يو بل سره وپېژني، يو بل سره بلد شي او دې نه يو منتخب ټيم چې هغه به د افغانستان په ليک کې لوبه وکړي.))

ورته مهال د خوست د واليبال لوبغاړو بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې تردې دمه په دغه ولايت کې د واليبال لوبو د ترسره کيدو لپاره معياري لوبغالی نه لري، لوبغاړي په تفريحي پارکونو او نورو نامناسبو ځايونو کې لوبې ترسره کوي.

د خوست اوسيدونکی او د افغانستان د واليبال ملي لوبډلې يو تن لوبغاړي فيض الله سهيلي پژواک سره خبرو کې د بدني روزنې او سپورت له عمومي رياست غوښتنه وکړه، چې د لوبغاړو لپاره په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

دی زياتوي: ((زموږ غټه ستونزه د  ميدان نشتوالی دی. که چېرته باد او باران شي نو د واليبال لوبه ځنډوي او د خنډ سره يې مخ کوي. د واليبال په برخه کې اصلاً هيڅ کار نه دی شوی، مرکزي ادارې موږ ته هيڅ توجه نه ده کړې. اوس مو غوښتنې وکړې، خدای دې وکړي چې زموږ ستونزې  دوی رسيده ګي وکړي.))

اخوا د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي رييس نظرمحمد مطمئين بيا د واليبال د يادو لوبو د پيل پرمهال ژمنه وکړه، چې د لوبغاړو ستونزو او مشکلاتو ته به پر وخت رسيدنه وکړي.

هغه همدا ډول وويل دوی هڅه کوي چې د نورو لوبو لپاره هم په خوست کې د ګاونډيو ولايتونو لپاره سيالۍ جوړې کړي.

نوموړي زياته کړه: ((تمه مې دا ده چې واليبال بهر ته هم يوسو او کليو ته يې هم يوسو. له بهر نه هم افتخارات راوړو او ځوانان ورته تشويق کړو. زه انشاالله العزيز ستاسې ترڅنګ ولاړ يم او د اسرې په باره کې به هم جدي توجه کومه، د ورزشکارانو د حقونو په اړه به جدي توجه کومه.))

د واليبال يادې سيالۍ داسې مهال جوړيږي، چې نن په خوست کې د «زرغون خوست او د سولې دوستۍ جام» تر نامه لاندې د وزن پورته کولو درې ورځنۍ سيالۍ هم پيل شوې، چې د خوست، کابل، هرات، پروان، غور، پکتيکا او پکتيا ولايتونو د سلو لوبغاړو په نهه مختلفو وزنونو کې د نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو ترمنځ د ملي او اسيايي ټيمونو د غوراوي په موخه ترسره کيږي.

Visits: 74

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.