Pajhwok Afghan News

د پېښور چاودنه کې ۵۷ تنه وژل شوي او له ۱۲۰ ډېر ټپيان دي

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۰): د خيبر پښتونخوا د پېښور ښار په یوه جومات کې د ځانمرګي برید له امله ۵۷ کسان وژل شوي او تر ۱۲۰ زیات ژوبل شوي دي.

د خپرو شويو راپورونو په حواله، دغه چاودنه د پيښور ښار په رسالدار سيمه کې د اهل تشیعو يوه جومات سره نږدې د جمعې د لمانځه پرمهال شوې ده.

سرچينې کاږي، له دې پېښې څخه ځايي «ليډي ریډنګ» روغتون ته ۳۰ مړي او تر ۵۰ ډېر ژوبل کسان لېږدول شوي دي.

بلخوا پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د یادې پيښې د قربانیانو شمیره ۵۷ او د ټپیانو ۱۲۰ ته رسیدلې ده.

د دغې چاودنې مسوولیت تراوسه پورې کومه ډله پر غاړه نه دی اخیستی.

Views: 76

Exit mobile version