Pajhwok Afghan News

په سمنګان کې ۱۱۵ ښوونځي ودانۍ نه لري

ایبک (پژواک،  ۱۶ کب ۱۴۰۰): د سمنګان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې ۳۱۵ ښوونځي فعال دي، خو ۱۱۵ یې ودانۍ نه لري.

د سمنګان د پوهنې ریاست د پلان مدیر محمد عمر عمري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې نږدې نيمايي ښوونځي ودانۍ نه لري.

ده وويل چې په سمنګان کې ټولټال ٣١٥ ښوونځي شتون لري.

د هغه په ​​وينا، په یاد ولایت کې ٩٢ لېسې، ٨٨ منځني، ١٢٥ لومړني ښوونځي او ١٠ رسمي ديني مدرسې شتون لري.

هغه زياته کړه چې په دغه ښوونځيو کې شاوخوا ۱۱۹زره او ۷۰۶ زده کوونکي زده کړې کوي چې له دې جملې ۶۷زره او ۸۹۸ يې نارينه او پاتې ۵۱زره او ۹۰۸ نور یې نجونې دي او تدريس چارې یې د ٢٨٢٥ ښوونکو له خوا پر مخ وړل کېږي.

هغه زیاته کړه چې د یاد ولایت له ټولو ۳۱۵ ښوونځیو، یوازې ۱۷۸ یې ودانۍ لري او پاتې نور یې ودانۍ نه لري چې زده کوونکي یې تر خمېو لاندې، په کرایي کورونو او ازاده فضا کې زده کړې کوي.

عمري وويل چې يوازې د دغه ولايت په مرکز ايبک کې ٢٤ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه چې په خرمسارباغ ولسوالۍ کې شپږ ښوونځي، په دره صوف ولسوالۍ کې ١٦ ښوونځي، په روی دواب ولسوالۍ کې ٢٤ ښوونځي، په دره صوف پایین ولسوالۍ کې ٣٦ ښوونځي، په حضرت سلطان ولسوالۍ کې شپږ ښوونځي او په فيروزنخچير ولسوالۍ کې درې ښوونځي ودانۍ نه لري.

Views: 15

Exit mobile version