چاریکار (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۰): د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولین وایي چې دغه لاره د ډېرې واورې او بادونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس عبیدالله عبید پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده لاره نن (د کب ۱۷مه) سهار ۴ بجې د طبیعي پېښو او انساني ناورین رامنځته کېدو د مخنیوي په موخه د ټولو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
عبید زیاته کړه، د وړاندوینو له مخې، د سالنګ لار به د دوو نورو ورځو لپاره د ترافیکو پر مخ تړلې وي.
دی له مسافرو او موټر چلوونکو غواړي څو د وضعیت تر ښه کېدو پورې د سالنګ پر لور حرکت ونه کړي.
Views: 16