فراه (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۰): فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت له مرکز او شاوخوا سيمو يې ۲۷۰۰ نشه يان د درملنې په موخه ټول کړي وو چې له ډلې یې تر اوسه د ۲۲۰۰ کسانو درملنه شوې او بېرته له خپلو کورنيو سره يوځای شوي دي.
د فراه د محبس مدير ملا لعل محمد ذاکري پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس له دغه محبسه د نشه يانو د درملنې د مرکز په توګه استفاده کېږي.
ده وويل چې تر اوسه د ۲۲۰۰ کسانو درملنه شوې او۴۹۰ نشه يان لا هم تر درملنې لاندې دي.
د دغه ولایت د عامې روغتيا رييس ډاکټر مزمل پژواک خبري آژانس ته وويل چې دوی د نشه يانو د درملنې په موخه ګرځنده روغتيايي ټېمونه جوړ کړي دي.
ده وويل چې نشه يان له درې میاشتنۍ درملنې وروسته بېرته له خپلو کورنيو سره يوځای کېږي.
بلخوا د فراه اوسېدونکي د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي چې نشه يان د ښار له لارو او کوڅو ټولوي او د درملنې لپاره يې مشخص ځای ته لېږدوي.
د خوانين په نوم يوه کس پژواک ته وويل چې پخوا به نشه يانو غلاوې کولې او خلکو ته يې زيان رساوه.
ده وويل: “اوس وېره نه لرو چې مال به مو څوک غلا کړي، د شپې ارام خوب کوو.”
ده له حکومتي مسوولانو وغوښتل چې د ښار له لارو او کوڅو دې د نشه يانو ټولولو او درملنې ته دوام ورکړي.
ده زياته کړه: “نشه يان وخت ناوخت د خلکو مالونه غلا کوي او که درملنه يې وشي، له يوې خوا به دغه کسان له اعتیاد څخه وژغورل شي او له بلې خوا په ټولنه کې د غلاوو مخه ونيول شي.”
د يادونې ده، په هېواد کې د نوي نظام په رامنځته کېدو سره په کابو ټولو ولايتونو کې نشه یان له لارو او کوڅو راټولېږي او له درملنې وروسته خپلو کورنيو ته سپارل کېږي.
Views: 38