ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۳۰۰ افغانان له ابوظبۍ بېرته کابل ته راغلل

۳۰۰ افغانان له ابوظبۍ بېرته کابل ته راغلل

author avatar
16 Mar 2022 - 16:57
۳۰۰ افغانان له ابوظبۍ بېرته کابل ته راغلل
author avatar
16 Mar 2022 - 16:57

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۰): شاوخوا ۳۰۰ هغه افغانان چې د ابوظبۍ د کډوالو په لنډمهاله کمپونو کې یې اووه میاشتې تېرې کړې، بېرته افغانستان ته راغلل، د راپورونو له مخې، دوه ورځې مخکې هم ۳۰۰ نور افغان کډوال افغانستان ته را ایستل شوي وو.

یاد کسان چې د امریکا له خوا د تېر میلادي کال اګسټ په میاشت کې د تخلیې پر مهال له افغانستانه ابوظبۍ کمپونونو ته لېږدول شوي وو او ټاکل شوې وه د اسنادو تر طی مراحل وروسته امریکا ته ولېږدول شي، اووه میاشتې وروسته تېره شبنې (د کب په ۲۱مه) بېرته هېواد ته راستانه شول.

په نورو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا کې د اوسېدو لپاره د کافي اسنادو نه شتون د یادو پناه غوښتونو د بېرته راتګ لامل بلل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې یاد افغانان په تېرو اوو میاشتو کې ابوظبۍ کمپونونو کې له سختو ستونزو سره مخ وو، له همدې امله یې درې اونۍ مخکې خپلو اسنادو ته د نه رسېدو په پار څو ورځې لاریون وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې یوه لوړ رتبه امریکايي ډپلومات د تېرې جمعې په ورځ (د کب ۱۳مه) له زرګونو هغو افغانانو سره چې امریکا ته د تګ لپاره ابوظبۍ کمپونونو کې اوسېدل، خبرو کې له دوی څخه د اوږدمهال ځنډ په پار بښنه غوښتنې وه او ژمنه یې کړې وه چې امریکا ته د دوی د لېږد بهیر به چټک شي.

خو هغه ټینګار کړی و چې یو شمېر کسان له امریکا سره هېڅ اړیکه نه لري او امریکايي چارواکي یې نه پېژني.

په ورته وخت کې د اګسټ میاشتې له نیمايي راهیسې تر اومسه ۸۵زره افغانان امریکا او زرګونه نور نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

هڅه مو وکړه چې هېواد ته د دغه افغانانو د بېرته راتګ په اړه د کډوالو چارو وزارت د مسوولینو نظر واخلي، خو له پرله پسې هڅو سره سره په دې کار بریالي نه شو.

بلخوا یوه ویډیو چې رسنیو کې لاس په لاس کېږي ښيي چې سلګونه کډوال کابل هوايي ډګر کې ښکته کېږي.

د دغه ویډیو د اخیستونکي په خبره، دا دوی پرواز دی چې له ترکیې څخه کابل ته کډوال راوړي، هغه زیاتوي چې په دې پرواز کې ۳۰۰ افغان کډوال کابل هوايي ډګر ته انتقال شوي دي.

دغه ویډیو تېره دوشنبې (د کب په ۲۳مه) ثبت شوې ده.

Views: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.