Pajhwok Afghan News

د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې څلور ماشومان وژل شوي

کندهار (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۰) د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د دغه ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اصف حکیمي د کب په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغو ماشومانو په سیمه کې د هاوان مرمۍ پیدا کړې وه او لوبې یې ورباندي کولې خو مخکې له دې چې مشران ترې خبر شي ؛ نن سهار د هاوان مرمۍ چاودېدلې او څلور واړه ماشومان وژل شوې دي.
دی وایي، په ځينو سیمو کې چې کله ناچاوده مرمۍ یا نور چاودېدونکي توکې لیدل کیږي باید ژر تر ژر امنیتي کسان پرې خبر کړل شي تر څو هغوی یې له منځه یوسي.

د هغه په وینا، په  ټولو سیمو کې باید مشران خپلو ماشومانو ته په دې اړه ووايي، چې په چاودېدونکو توکو لوبې ونه کړي.
شاوخوا دوې اونۍ وړاندې هم د کندهار اروزګان پر لویه لار ماین چاودنې یو ماشوم وژلی وو.
خلک وایي، په ډيری سیمو کې لا هم ځمکني ماینونه او ناچاوده توکې پاتي دي چې باید له منځه ولاړ شي تر څو د خلکو د مرګ ژوبلې لامل نه شي.

Views: 718

Exit mobile version