ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي همکاریو سازمان ۴۸مه غونډه؛ پر افغانستان بحث یې د اجنډا برخه ده

د اسلامي همکاریو سازمان ۴۸مه غونډه؛ پر افغانستان بحث یې د اجنډا برخه ده

author avatar
21 Mar 2022 - 15:30
د اسلامي همکاریو سازمان ۴۸مه غونډه؛ پر افغانستان بحث یې د اجنډا برخه ده
author avatar
21 Mar 2022 - 15:30

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان ۴۸مه غونډه سبا د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړېږي او د افغانستان په اړه به هم بحث په کې وشي.

دا د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د یاد سازمان د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې له ځانګړې غونډې وروسته دویمه غونډه ده چې جوړېږي.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان/  OICپه خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د بشري وضعیت په اړه هم بحث وشي.

په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان مشر حسین ابراهیم طه د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي او د دغه سازمان له غړو هېوادونو او نورو بنسټونو یې د دغه هېواد له خلکو سره د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې افغانستان د تېر کال د اګسټ میاشتې له ۱۵مې وروسته له ناڅرګند برخلیک سره مخ شو.

سرچینه زیاتوي، یاد سازمان به د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د بشري او مالي مرستو په جلبولو کې هڅې وکړي.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په تېره ناسته کې- چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې په ۱۹مه په پاکستان کې جوړه شوې وه- پرېکړه کړې وه چې له افغانستان سره د مرستو په جلبولو او د دغه هېواد د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دغه راز د دغه سازمان غړو هېوادونو ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي په موخه به مالي او بانکي چینلونه پرانیزي څو دغه هېواد ته د پیسو او مالي مرستو لېږد پیل کړي.

یاد سازمان په همدې موخه د بشري مرستو صندوق جوړ کړ او په روانه میاشت کې یې په افغانستان کې خپل دفتر پرانیست.

د یادونې ده، تېره ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران هم د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د ۴۸مې غونډې جوړېدو په درشل کې ویلي وو چې د اسلامي نړۍ هېوادونه باید په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي او اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه په ګډه کار وکړي.

Views: 78

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.