Pajhwok Afghan News

پکتیا کې د غنم ورکولو پروسه؛ زرګونو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده

ګردېز (پژواک، ٣ ورى ١٤٠١): د پکتيا چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د کار په مقابل کې د غنمو ورکولو په پروګرام کې زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

دغه پروسه د ياد ولايت په مرکز او ولسواليو کې پيل شوې او خلکو ته د کار په مقابل کې غنم ورکول کېږي.

په پکتيا کې د يادې پروګرام يو تن مسوول مولوي سيد احمد مدني پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دغه پروګرام د پکتيا په ټولو ولسواليو کې پيل شوی چې هره ورځ شاوخوا نهه زره کسان په کې کار کوي.))

نوموړی وايي، په دغه پروګرام کې د کاريزونو او ويالو پاکول، د کليوالي سيمو سړکونه هوارول د باغونو پالل او نورې چارې شاملې دي.

د مدني په خبره، په ياد پروګرام کې د کار کولو ځايونه د خلکو له خوا انتخاب شوي او هر يوه کاريګر ته د ورځې لس کيلو غنم ورکول کيږي.

د ده په خبره، د کار په مقابل کې د غنمو ورکولو پروګرام له لسو ورځو څخه نيولې تر يوې مياشتې پورې دوام کوي.

بل لور ته خلک د ياد پروګرام پر پلي کېدو خوښ دي.

د احمد ابا ولسوالۍ يو تن بزګر سردارخان پژواک ته وويل: ((موږ د يادې پروسې له امله خوښ يو چې له يوې خوا غنم راکول کيږي او له بلې خوا خپل زراعت ته کار کوو.))

نوموړی وايي، په دغه پروګرام کې ډېر بې روګازه کسان مصروف شوي او په راتلونکي کې دغه کار بايد نور هم وغځول شي.

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د کرنې په برخه کې دې دا ډول نورې پروژې هم پلې کړي.

د معلوماتو له مخې، پکتيا ولايت ته ١١ سوه ټنه غنم لېږل شوي چې په ټولو ولسواليو کې به د کار په مقابل کې خلکو ته ورکړل شي.

Views: 45

Exit mobile version