Pajhwok Afghan News

تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان ۳۹ کسان پر کرونا اخته شوي

کابل (پژواک، ۶ وری ١٤٠۱): عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۳۹ کسان پر کرونا اخته شوي او دوو کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېره یوه ورځ او شپه کې د ۴۴۶ کسانو د کرونا ټسټ ترسره شوی چې له ډلې یې د ۳۹ کسانو نتیجه مثبته وه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې یادې پېښې د هېواد په ۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د ده په خبره، ۲۱ پېښې په کاپیسا، ۶ لغمان، ۵ په بدخشان، ۳ په کابل، ۲ په کونړ او یوه ــ یوه په میدان وردګو او سرپل ولایتونو کې ثبت شوې ده.

نوموړی وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۵ کسان له کرونا ناروغۍ ښه شوي دي.

د هغه په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د هژیر په خبره، تر اوسه هېواد کې څه باندې ۱۷۷ زره او ۴۷۹ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۶۰ زره او ۴۸۳ پر کرونا اخته ناروغان جوړ شوي او ۷۶۶۰ کسانو د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

Views: 9

Exit mobile version