Pajhwok Afghan News

د ناټو سرمنشي: افغانستان مو نه دی هېر کړی

Doorstep statement by NATO Secretary General Jens Stoltenberg at the start of the extraordinary Summit of NATO Heads of State and Government

کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۱) :  د ناټو سازمان سرمنشي جینز سټولټنبرګ د افغان نجونو پر تعلیم د بندیز له امله خواشيني څرګنده کړې او ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت پخپلو ژمنو وفا نه ده کړې.
د ناټو سرمنشي دا څرګندونې پرون په بروکسل کې د یوکراین په تړاو دې ددې سازمان تر سرمشریزې غونډې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې چې دوی تر اوسه افغانستان نه دی هېر کړی.

سټولټنبرګ زیاته کړه، تعلیم  د نجونو او ښځو په ګډون د هر انسان بنسټیز حق دی ، په تیرو شلو کلونو کې میلیونونه افغان نجونې او هلکان ښوونځیو ته تلل او یو له مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل کیده.

د ناټو سرمنشي وایي : ” له زده کړو څخه د نجونو د بې برخې کولو هره هڅه له هغو ژمنو څخه سرغړونه ده، چې طالبان یې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره کړې وه.”

د نوموړي په وینا، هغوی باید په دې اړه ځواب ورکوونکی واوسي .

د هغه په باور، د ټولو هغو افغانانو باید ملاتړ وشي چې د بشري حقوقو ، د بیان د ازادۍ ، د ښځو د حقوقو او د نجونو د زده کړو په برخو کې فعالیتونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د تیرې چهارشنبې په ورځ د کابل په ګډون ټولو سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پرانیستل شو، خو تر شپږم پورته ټولګي تر څو ساعتونو ورسته بیرته د نجونو پر مخ بند شول.

د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د کابل ښار په اماني لیسه کې خبریالانو ته وویل چې د حکومت د مشرتابه د لارښوونې په اساس ” ټولو اناثیه مکاتبو او لیسو ته چې له شپږم صنف څخه پورته دي،‌ خبر ورکوو چې خپل درسونه تر امرثاني پورې بند کړي. هرکله چې په دې اړه له شریعیت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامعه طرحه جوړه” شوه او د حکومت امر وکړ، بیا “به یادو ښځینه مکاتبو ته رسمآ اطلاع ورکړل شي.

Views: 511

Exit mobile version