مزارشریف (پژواک، ١٥ وري ۱۴۰۱): د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر دیني عالمانو له سرپرست حکومته وغوښتل چې د نجونو منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي هم پرانیزي.
دغه دیني عالمان چې د بلخ مرکز مزارشریف ابوذر غفاري دارلعلوم او جومات کې سره راټول شوي وو، د اسلامي امارت له مشرتابه او د پوهنې له وزیر څخه وغوښتل چې د ښوونځیو دروازې دې د ټولو نجونو پرمخ خلاصې کړي.
دوی د اسلام او شریعت په رڼا کې د نجونو د زدهکړو پر دوام ټینګار وکړ او ويې ويل چې علم پر ټولو انسانانو (ښځو او نارینوو) فرض دی.
د بلخ دیني عالم مولوي عبدالوکیل اخوندزاده د علم زدهکړه پر نر او ښځه فرض بولي او زیاتوي، هغه څوک چې علم لري او هغوی چې نه لري سره برابر نه دي.
دغه دیني عالم د اسلامي امارت له مشرتابه وغوښتل چې د اسلامي اصولو په رڼا کې دې د نجونو ټول ښوونځي بېرته فعاله کړي.
مولوي محمد سردار سیرت د بلخ ولایت بل دیني عالم وایي چې ولس د اسلامي امارت د هغې پرېکړې په اړه اندېښمن دی چې له مخې یې څو ورځې وړاندې د منځنۍ او لېسې دورې نجونو زده کوونکو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنکړه.
هغه زياته کړه: ((نن موږ د همدې لپاره دلته راټول شوي يو چې د اسلامي امارت له مشرتابه د نجونو د ښونځیو د بېرته فعالولو غوښتنه وکړو.))
دغه راز مولوي حمیدالله حمیدي د دغې غونډې بل ګډونوال وایي، د نجونو او هلکانو روزنه د هېواد له مهمو او برخلیک ټاکونکو چارو څخه ده او باید دوام پیدا کړي.
نوموړي هم د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل څو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.
د يادونې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې سرپرست حکومت اعلان وکړ چې له شپږم تولګي پورته د نجونو ښوونځي تر امر ثاني پورې ځنډول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP