Pajhwok Afghan News

ایران هم په افغانستان کې د نشه یي توکو بندېدو د فرمان هرکلی کړی

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۱): ايران په افغانستان کې د کوکنارو پر کرلو او هر ډول نشه یي توکو کارولو د بندیز لګولو د فرمان هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د بدیل کښت او کرنې په برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

د اسلامي امارت د مشرتابه دغه فرمان دوه ورځې مخکې صادر شو؛ په فرمان کې راغلي چې له فرمانه د سرغړوونکي کس د کوکنارو کښت به له منځه یووړل شي او د اسلامي شریعت له مخې به ورسره چلند وشي.

په کابل کې د ایران سفارت د دغه اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ايران په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت او کرنيزو محصولاتو د توليد په برخو کې همکاري کوي.

یاد فرمان په داسې حال کې صادر شوی چې دا مهال د نړۍ ډېر نشه یي توکي په افغانستان کې تولیديږي او نړیوالې ټولنې په تېرو دوو لسیزو کې په دې برخه کې میلیاردونه ډالره لګولي دي.

Views: 63

Exit mobile version