Pajhwok Afghan News

تېر ۲۴ ساعتونه، افغانستان کې ۲۵ کسان پر کرونا اخته شوي

کابل (پژواک، ۱۷ وری ١٤٠۱): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې ۲۵ کسان پر کرونا اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېره یوه ورځ او شپه کې د ۶۲۶ کسانو معاینه شوې چې له ډلې يې د ۲۵ کسانو نتیجې مثبتې وې.

هغه وویل، یادې پېښې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د نوموړي په وینا، ۵ پېښې په زابل، ۴ــ۴ په کندهار او تخار، درې په پنجشېر، ۲ ــ۲ په کندز او سرپل، او یوه یوه په ننګرهار، بدخشان، فراه، لغمان او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۳۸ کسان له کرونا ناروغۍ ښه شوي دي.

د هژیر په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هیچا د کرونا له امله ساه نه ده ورکړې.

نوموړي وویل، تر اوسه هېواد کې څه باندې ۱۷۷ زره او ۹۷۴ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې ډلې ۱۶۰ زره او ۹۵۰ کسان بېرته ښه شوي او ۷۶۷۱ کسان د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

Views: 34

Exit mobile version