Pajhwok Afghan News

د شاهین فوټسال لوبډلې، د پروان فوټسال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

چاریکار (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱): د پروان د فوټسال د غوره لیګ سیالۍ چې دوه اوونۍ مخکې د اتو وتلو لوبډلو ترمنځ په دوو ډلو کې د چاریکار ښار په صادقي جمنازیم کې پیل شوې وه، د جبل السراج د شاهین لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د پروان د فوټسال مسوول سمیع صفار وایي، په دې پایلوبه کې د جبل السراج شاهین لوبډله له مهین ساحل لوبډلې سره هم مخ شول چې په پایله کې یې نن چهارشنبه د وري پر ۱۷مه، د جبل السراج شاهین لوبډله په ۵ـ ۷ سره مهین ساحل لوبډلې ته ماته ورکړه او د دې دورې اتلولي یې خپله کړه.

هغه زیاته کړه، د جبل السراج شاهین لوبډلې بصیراحمد ملک زاده د ۱۳ ګولونو په وهلو سره، د ګول ښاغلي، سمیع محمدي د دروازې غوره ساتونکي او انجنیر میروس میرزایي د شاهین فوټسال لوبډلې غوره روزنکی په توګه وپېژندل شو.

هغه زیاته کړه، د شاهین فوتسال لوبډلې، د فوټسال د اتو لوبډلو په دغو سیالیو کې، د ۲۹ ګولونو په وهلو سره چې مقابل لوري یې ۱۱ ګولونه وهلي، د غوره لوبډلې په توګه وپېژندل شوه.

د شاهین لوبډلې غړی بصیراحمد ملکزاده وایي، دغه سیالۍ به د نهایي سیالیو لپاره به د ځوانو لوبغاړو د برابرولو په برخه کې اغېزمن وي.

هغه غواړي چې د یوه غوره او منتخب شوي ټیم سره په ملي سیالیو کې ګډون وکړي.

د یادو سیالیو په پای کې ګټونکو ته جایزې او تحفې هم ورکړل شوې.

Views: 10

Exit mobile version