Pajhwok Afghan News

سلما بند کې د برېښنا تولید عادي حالت ته راګرځېدلی

 کابل (پژواک،۲۱ وری ۱۴۰۱): د برېښنا شرکت وايي، هرات کې د سلما بند د درېیم توربین له بیا فعالېدو سره د برېښنا تولید عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

یاد شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو د سلما بند درېیم توربین ترمیم کړی او اوسمهال د دغه بند درې ګوني توربینونه څه باندې۳۰ میګاواټه برېښنا تولیدوي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کلونو کې د سلما بند توربینونو د اوبو کمښت له امله د برېښنا د تولید توانایي نه لرله.

یاد شرکت زیاته کړې چې د برېښنا د تاسیساتو څار او ساتنې ته جدي پاملرنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان خپله ډېره برخه برېښنا له بهره او په ځانګړي ډول له مرکزي اسیا هېوادونو او ایران څخه واردوي.

Views: 28

Exit mobile version