Pajhwok Afghan News

په هلمند کې د ۷۰۰ متره په اوږدوالي کانال جوړ شو

لښکرګاه (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۱): په هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۷۰۰ متره کانال جوړېدو چارې بشپړې شوې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دغه ولايت د ښاروالۍ د انجنيرۍ او زېربناوو مدير انجنير محمد عباس ځيرک پژواک ته وويل، ياد کانال چې د لښکرګاه د څلورمې ناحيې اړوند په صافيانو سيمه کې موقعيت لري، يو نيم تر دوه متره سور لري او د ښاروالۍ له خوا د ۶۴ سوه زره افغانيو په لګښت جوړ شوی دی.
دی وايي چې د ياد کانال د جوړېدو چارې پنځه مياشتې وړاندې پيل شوې وې.
ورته مهال د لښکرګاه ښاروالۍ د ګذر وکیل عبدالستار بارک پژواک ته وویل چې د ياد کانال په جوړېدو سره به سيمه پاکه شي؛ ځکه د ده په وينا چې نور به د بارانونو او نورې اضافي اوبه د ياد کانال له لارې له ښاره د باندې ځي.

Views: 103

Exit mobile version