ګردېز(پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۱): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز ګردېز کې يې د کور په کور چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسلې او دولتي وسايل ترلاسه کړې دي.
دوی وايي، دغه عمليات يې نن سهار پيل کړي او موخه يې د هغو ناقانونه وسلو او دولتي تجهيزاتو ترلاسه کول دي چې خلکو په کورونو کې ساتلي او لايې هم دولت ته ندي سپارلي.
د پکتيا امنيه قوماندانۍ د امنيت امر قاري کرامت الله پژواک خبري آژانس ته وويل: “موږ تراوسه پورې په دې عملياتو کې يو شمېر ټوپک، تومانچې، مهمات، د ملکي او نظامي ادارو وسايل او ځينې نور توکي ترلاسه کړي دي.”
نوموړي زیاته کړه، په دغو عملياتو کې ښځينه پوليس او څارنوالانې هم برخه لري او د سيمې له کلتور او قانون سره سم پرمخ ځي.
ده وويل، اوس مهال دغه عمليات يوازې په ګردېز او شاوخوا سيمو کې ترسره کوي او د اړتيا پر مهال به په نورو ولسواليو کې هم پيل کړي.
Views: 128