Pajhwok Afghan News

په وزیرستان کې ۱۴ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ځایي امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې له پرون راهیسې درې بریدونه په شمالي وزیرستان او یو برید په سوېلي وزیرستان کې ترسره شوی دی.

سرچینو ویلي چې د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصیل په دیګان سیمه کې د پاکستان د پوځ پر یوه موټر برید شوی چې د یوه افسر په ګډون په کې اووه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا ځایي رسنیو خبر ورکړی چې د سوېلي وزیرستان په میرعلي سیمه کې هم په یوه وسله و ال برید کې یو سرتېری وژل شوی دی.

دغه راز په یوه بله پېښه کې، د مکین تحصیل په تبۍ سیمه کې هم یو سرتېری ټپي شوی دی.

پاکستاني طالبانو د یادو ټولو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

 

Views: 201

Exit mobile version