Pajhwok Afghan News

په فاریاب کې یوې ځوانې نجلۍ ځان په دار کړی

 میمنه (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۱): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې د دغه ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د یوې ځوانې نجلۍ په دار ځړولو خبر ورکو او وایي چې د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

د شیرین تګاب ولسوالۍ امنیه قوماندان صبغت الله شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وویل: ((۱۹ کلنې نذیرشاه لس کاله مخکې له میرعلم سره چې ‎په ترکیه کې اوسېده کوژده وکړه؛ میرعلم د ټېلیفون له لارې خپله کوژدنه طلاقه کړې وه، خو څو ورځې مخکې چې له ترکیې راغلی و، غوښتل یې بېرته له نذیرشاه سره نکاح وتړي، خو نذیرشاه ترې انکار کوي.))

هغه زیاته کړه، نذیرشاه له انکار وروسته د میرعلم او د هغه د پلار له لوري ګواښل کېده او هغه مجبوره شوه چې ځان په دار کړي.

د شیرین تګاب ولسوال وایي، پلار او زوی نیول شوي او عدلي او قضایي بنسټونو ته به وپېژندل شي.

د نجلۍ ماما عبدالوحید وایي: ((نذیرشاه شاوخوا ۱۱ کلنه وه، له میرعلم سره یې چې ترکیه کې اوسېده کوژده وکړه، کوژدن یې ۱۷ ‎ورځې مخکې د موبایل له لارې په داسې حال کې چې ۵۰ ځایي کسان هم شاهدان دي، خپل پلار او د جومات مفتي ته وویل، نه غواړي له نذیرشاه سره واده وکړي؛ له یوه تر څلور زره طلاقه یې ورکړی دي.))

نوموړي وویل: ((میرعلم څو ورځې وړاندې له ترکیې راغی او له کورنۍ سره یو ځای یې وغوښتل چې نذیرشاه ته قناعت ورکړي چې له هغه سره بېرته نکاح او واده وکړي؛ ځکه چې نذیرشاه د ښه صورت او اخلاقو خاونده وه؛ دیني زده کړې یې کولې او د قران حافظه وه.»

د عبدالوحید په وینا، نذیرشاه د خپل مخکني کوژدن دویم وړاندیز هم رد کړی او یلي یې وو: ((زه پر هغه حرامه یم او زموږ د یوځای کېدو امکان نشته.»

هغه زیاته کړه، میرعلم دوې اوونۍ پرله پسې نذیرشاه ته د مرګ ګواښ کړی او ویلي و چې په زوره به ورسره نکاح کوي.

هغه زیاته کړه، نذیرشاه پرون جمعه اودس کړی، کله چې د کورنۍ غړي يې پر لمانځه بوختېږي، هغه یوې خونې ته تللې او ځان یې په چتي پکي کې راځړولې وه.

هغه زیاته کړه: ((نذیرشاه ډېرې سختې او دردونکې ورځې تېرې کړې دي او د خلکو په زړو جامو او پاتې شونې ډوډۍ ګوزاره کوله؛ خو په عزت او وقار سره لویه شوې وه. پلار یې ۷۰ کلن او نابینا دی، ګدایي کوي. نذیرشاه د خپلو درېیو خوېندو او یوه ورور پالنه کوله. پرون د هغې د جنازې پرمهال د سیمې خلکو ولیدل چې په کور کې یې د خوړلو لپاره هیڅ نه و.))

د میرعلم د تره زوی شکرالله تاییدوي چې ۷ کاله مخکې- کله چې میرعلم په ترکیه کې و- د هغه کورنۍ نذیرشاه د شپږو لکو افغانیو مهر په بدل کې ورته کوژده کړه؛ تراوسه یې پنځه لکه افغانۍ مهر هم ورکړی و.

نوموړی وایي: ((میرعلم درې اوونۍ وړاندې په ترکیه کې د ناپېژانده کس له خوا په چاقو ټپي او جراحي عملیات یې وشو؛ په داسې حال کې چې هغه په روغتون کې و چنلغه یې ورسره د ټیلیفون له لارې لفظي شخړه کوي چې له غوسې وایي: له یوه طلاقه زر طلاقه یې او دا خبرې یې په ټیلیفون کې د جومات د امام او ۳۰ قوميانو په حضور کې کړې دي؛ نه یې دي ویلي چې طلاقه یې.))

هغه زیاته کړه: ((د میرعلم پلار هغه له ترکيې راوغوښت او ویې رټه، څو خپلې طلاقې شوې مېرمن سره واده وکړي؛ درې ځلي یې سپین ږیري وراستولي څو دغه پیوند بیا ځلي جوړ شي او د دواړو کورنیو ترمنځ چې خپلو کې د تره زامن هم دي کومه خبره رانشي؛ خو د نذیرشاه د ماماګانو له خوا چې  زورواکي او با نفوذه خلک دي د رد ځواب ورکړل شو؛ بالاخره معلومه نه ده چې نذیرشاه خپله ځان وژنه کړې او که کوم بل مصیبت یې پرې راوړ.))

هغه هم نذیرشاه ستایي، وایي: ((سمه ده چې پلار یې ګدایي کوله، بې وزلي ول؛ خو نذیرشاه ښه او قران خوانه نجلۍ وه او ښه اخلاق یې لرل.))

شکرالله وویل، د نذیرشاه په ځان وژنه کې میرعلم او پلار یې هیڅ ګرم نه دي؛ خو د حکومت له خوا پلار او زوی دواړه نیول شوي دي.

دا پېښه په شیرین تګاب کې داسې مهال پېښېږي چې په یاده ولسوالۍ کې درې ورځې مخکې هم یو ۲۵ کلن میین د نجلۍ له کورنۍ نه د رد ځواب له ترلاسه کولو وروسته د موږکانو دوا په خوړلو ځان وژنه کړې وه.

Views: 23

Exit mobile version