Pajhwok Afghan News

د غزني خلک د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي

غزني ښار (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۱): د غزني اوسېدونکي وايي، په سږنۍ روژه کې د خوراکي توکو بیې په بې سارې توګه لوړې شوې او ډېر خلک یې د پېرلو توان نه لري.

هغوی غوښتنه کوي چې اړوندې ادارې دې د بیو د کنټرول په برخه کې ګامونه واخلي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي محمد اکرم پژواک خبري اژانس ته وویل، هر کال په روژه کې د خوراکي توکو بیې لوړېږي، خو په سږنۍ روژه کې تر بل هر وخت د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې دي.

هغه زیاته کړه: ((مخکې د یو کیلوګرام رومیانو بیه ۴۰ افغانۍ وه خو اوس ۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده، مخکې د یو کیلوګرم بينډیو بیه ۵۰ افغانۍ وه، اوس په ۱۲۰ افغانۍ پلورل کېږي، داسې نور ټول خوراکي توکي در واخله.))

دی وايي، د خوراکي توکو بیې په داسې حال کې لوړې شوې چې په دې وروستیو کې د خلکو اقتصادي وضعیت تر وروستۍ کچې لوېدلی او ان د اړتیا وړ ډېرو لومړنیو توکو اخیستلو توان هم نه لري.

نوموړی اندېښنه ښيي چې که اړوندې ادارې د بیو د کنټرول په برخه کې اقدام ونه کړي، نو لا به ډېرې لوړې شي.

عزت الله چې په غزني ښار کې کراچۍ چلوي، هم د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

هغه پژواک ته وویل، کرۍ ورځ مزدوري کوي خو دومره پیسې نه شي ګټلی چې د خپلو اولادونو ګېډې مړې کړي؛ ځکه د خوراکي توکو بیې په بې سارې توګه لوړې شوې دي.

هغه د بېلګې په توګه پیاز یاد کړل چې مخکې یو من په ۴۰ افغان پلورل کېدل خو اوس یې بیه ۱۴۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دی وايي، له همدې امله اړ شوي چې ډېر مهال وچه ډوډۍ وخوري؛ ځکه د نور څه پېرلو وس نه لري.

نوموړی هم له چارواکو غواړي چې د بیو د کنټرول لپاره لاس په کار شي.

حضرت الله د غزني بل اوسېدونکی دی چې وايي، سږ کال له سیاسي تحول وروسته نږدې ټولو خلکو سختې اقتصادي ضربې لیدلې خو سره له دې هم یو شمېر سوداګرو احتکار ته مخه کړې ده.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، دا د حکومت دنده چې له احتکار کوونکو سره قانوني چلند وکړي او د بیو د مهار لپاره لازم ګامونه واخلي.

دی وايي، پخوا به سوداګرو شکایتونه کول چې مالونه یې ځنډول کېږي، د لارو په اوږدو کې پیسې ورڅخه اخیستل کېږي، اوس خو دا خبرې نشته خو بیا یې هم د توکو بیې لوړې کړې دي.

د غزني ښاروالي بیا د نرخونو ډاډ ورکوي او وايي هره ورځ پر دې موضوع کار کوي.

د غزني ښاروال عبدالرزاق ضیايي پژواک خبري اژانس ته وویل، له سوداګرۍ خونۍ او هټۍوالو سره په ګډه یې خوراکي توکو ته نرخنامه جوړه کړې ده چې د عملي کولو لپاره یې یوه کمېټه هم جوړه شوې ده.

دی وايي، په دې وروستیو کې یې یو شمېر هغه هټۍ تړلې چې بیې یې لوړې وې، دا لړۍ به دوام ولري او له هغو سره به قانوني چلند وشي چې بیې لوړوي.

نوموړي زیاته کړه، سوداګرو هم ژمنه ورسره کړې ده چې له ښاروالۍ سره به د بیو په لا ټیټېډو کې مرسته کوي.

د یادونې ده، په ټول هېواد کې د روژې له راتلو سره بیې لوړې شوې چې د خلکو اندېښنې یې پارولې دي.

Views: 24

Exit mobile version