جلال اباد (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۱): د ننګرهار چارواکي وايي، په لعلپورې ولسوالۍ کې يې د يوې خيريه موسسې درې کارکوونکي د مرستو په وېش کې د فساد له امله نيولي دي.
د معلوماتو له مخې، نيول شوو کسانو په دې ولسوالۍ کې د څارويو لپاره د خوراکي توکو د وېش په پروګرام کې فساد کړی دی.
د لعلپورې ولسوال قاري ابوبکر د وري په ۳۱مه پژواک اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې يې د يوې خيريه موسسې درې کارکوونکي چې دوه يې انجنيران دي، د فساد له امله نيولي دي.
نوموړي که څه هم د يادې خيريه موسسې نوم په ډاګه نه کړ خو وايي، نيول شوو کسانو د څارويو د خوراکي توکو د وړيا وېش پروګرام کې ۴۸ بورۍ کونجاره غلا کړې وه.
دی زياتوي، له نيول شوو کسانو غلا کړي توکي بېرته ترلاسه شوي او پر اړمنو خلکو وېشل شوي دي.
د ننګرهار اوسېدونکي تل د مرستو د وېش پر لړۍ باندې نيوکې کوي چې ګواکې په شفاف ډول نه وېشل کېږي.
Views: 266