Pajhwok Afghan News

د افغانستان استازولۍ پر خوست او کونړ د پاکستان له بریدونو امنیت شورا ته شکایت وکړ

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۱): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ، پر خوست او کونړ د پاکستان بریدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تېری بللی او په دې تړاو يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت کړی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان جنګي جېټ الوتکو د تېرې جمعي په شپه (د وري ۲۶ مه) په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو او د کونړ پر شلتن ولسوالۍ بمبار وکړ او لسګونو عامو وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله. دغه مرګ ژوبله، تر ډېره په خوست کې وزيرستاني کډوالو ته اوښتې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې یادې استازولۍ د استوګنې پر کورونو د پاکستان له یادو بریدونو – چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي او د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره ښکاره تیری دی- په رسمي ډول امنیت شورا ته شکایت وکړ.

هغه وایي، د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم یې د دا ډول بریدونو د ژر درېدو او ورته د رسېدنې غوښتنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته سهیل شاهین معرفي کړی، خو تر اوسه نه دی منل شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستان د یادو بریدونو په تړاو تېره یکشنبه په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او په ټینګار سره یې د بیا تکرار د مخنیوي غوښتنه وکړه.

کابل، د افغانستان پر خاوره د پاکستان بريد په سختو ټکو غندلی، ویلي یې دي چې که د تکرار مخه يې ونه نيول شي بيا به افغانان اړ شي چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره په متقابل اقدام لاس پورې کړي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو د لاریونونو په ترڅ کې د پاکستان یاد بریدونه غندلي او له خپل هېواد څخه یې دفاع ته چمتوالی ښودلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) هم پر افغانستان د پاکستان پر یادو بریدونو او له امله یې ملکي وګړو ته په اوښتې مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې، ویلي یې دي چې ‎په هر ډول نښتو کې باید ملکي خلک په نښه نه شي.

یوناما ویلي، په سیمه کې له نږدې کار او څیړنې کوي، څو په دې برخه کې نور حقایق او معلومات ترلاسه کړي.

Views: 118

Exit mobile version