Pajhwok Afghan News

په کندوز کې د ملخانو هجوم مالداران او کروندګر اندېښمن کړي

کندوز ښار (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۱): د کندوز یو شمېر مالداران او بزګران اندېښمن دي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په ځینو برخو کې ملخانو پیدا شوي او د دوی کروندې یې زیانمې کړې دي.

هغوی وایي، که په دښتو کې د ملخانو د پراخو څپو مخنیو ونه شي، نه یوازې واښه، بلکې د للمي او ابي ځمکو کروندې به یې هم له منځه یوسي.

په کندوز ښار کې یوه مالدار حاجي محمد حنیف پژواک ته په خبرو کې، په دښتو کې د ملخانو پراخې څپې د څرځایونو او کروندو لپاره جدي ګواښ وبللې او له حکومته یې وغوښتل څو دغه ستونزه هواره کړي.

هغه وویل: «که د کندوز مسوولین پاملرنه ونه کړي او یو څه وخت تېر شي، نه غنم پاتې کېږي؛ نه کروندې؛ د دغه ولایت څرځایونه وګورئ، ټول ځایونه ملخانو په سر اخیستي دي.»

د هغه په وینا، که حکومت ژر لاس په کار نه شي، په راتلونکي کې به د ملخانو هجوم د دغه ولایت بزګرانو او مالدارانو ته د جدي ستونزې لامل شي.

د کندوز بل بزکز عبدالرووف هم پر کرنیزو ځمکو د ملخانو د احتمالي هجوم راتلو په اړه اندېښمن دی او له حکومته غواړي چې لاس په کار شي او د ملخانو د څپو مخه ونیسي.

په ورته مهال د کندوز د کرنې رییس مولوي امان الله حسن هم د دغه ولایت په ځینو برخو کې د ملخانو د څپو پخلی کوي او د هغو د له منځه وړو خبر ورکوي.

هغه وویل: «ملخان په امام صاحب، دشت ارچي او چهاردرې ولسوالیو کې ډېر شوي؛ موږ یوه اوونۍ کېږي چې د ملخانو د له منځه وړو کمپاین پیل کړی؛ خو امکانات مو کم دي، له مرکزي حکومته غواړو څو د ملخانو له هجوم سره د مبارزې لپاره بودجه ځانکړې کړي.»

د حسن په خبره، ملخان تر اوسه د پرواز پړاو ته نه دي رسېدلي او که له منځه لاړ نه شي او پرواز ته چمتو شي، نو څپې به یې پر کرنیزو ځمکو هجوم راوړي او کروندې به له منځه یوسي.

هغه وایي، له ملخانو سره د مبارزې لپاره ډېر لږ امکانات لري او له کرنې ریاسته غواړي دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان یو شمېر نور ولایتونه لکه تخار، سمنګان، بغلان او بلخ هم د ملخانو د هجوم له ګواښ سره مخ دي.

Views: 8

Exit mobile version