Pajhwok Afghan News

بریتانیا: د نوي افغان حکومت پر خلاف د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوو

کابل (پژواک،  ۳ غویي  ۱۴۰۱): د بریتانیې سفیر، قطر کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د کوکنارو د کر مخنیوي هر کلی کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې د نوي افغان حکومت پر خلاف د  وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ټرانسپورټ او هوايي چلند د سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی تېره ورځ قطر ته تللی؛ سرچینې د دغه سفر موخه د افغانستان د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د قرارداد پر تخنیکي مسایلو بحث بللی دی.

د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ‎د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیې له سفیر “هيوګو شارتر” سره وکتل.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د بریتانیې سفیر ویلي، د هېواد پالیسي یې دا ده چې د نوي افغان حکومت پر خلاف د وسلوال مخالفت ملاتړ نه کوي او نه هم دا ډول اقدامات ګټور بولي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د بریتانیې سفیر له امیرخان متقي سره په لیدنه کې په افغانستان کې وروستۍ پېښې چې ولسي خلک په کې په نښه شوي، غندلې دي.

تېره پنجشنبه په کابل، بلخ، کندوز او ننګرهار ولایتونو کې چاودنو لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله؛ دغه راز تېره ورځ هم د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې په یوه مدرسه کې چاونې له امله تر اویا ډېر ملکیان مړه او ژوبل شول.

مولوي امیرخان متقي په یاده کتنه کې پر مثبتو اړیکو لرلو ټینګار کړی او ویلي یې دي:«د دښمن وروستۍ هڅې چي ملکي اهداف په نښه کوي د هغوی د ضعف او له هېوادوالو سره د دښمنۍ نښه ده.»

د خبرپاڼې له مخې، شارتر په افغانستان کې د نشه یي توکیو د بندېدو په اړه له صادر شوي فرمانه هرکلی کړی؛ ویلي یې دي چې له نړیوال بانک سره پر یوې ګډې طرحې کار کوي څو افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.

یاد فرمان د روان کال  د وري میاشتې په ۱۴ مه صادر شوی او پکې راغلي چې په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت او د هر ډول نشه یي توکو کارول، لېږد، پېر او پلور بند دي.

Views: 226

Exit mobile version