Pajhwok Afghan News

په پکتیکا کې څه باندې ۴ زره جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوې ده

ښرنه (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۱): د پکتيکا ولايت د عدليې رياست مسوولین وايي، په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې یې تر دې مهاله ۴۳۶۹ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.

د پکتيکا ولايت د عدليې رييس مولوي حيات الله امين په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوسني سرپرست حکومت له منځته راتګ وروسته یې په دغه ولایت کې له غصبه د ځمکو د خلاصولو لړۍ پيل کړې ده.

هغه زیاته کړه، له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د ځمکې د غصب ۱۲۸ دوسیې څېړلې چې ۱۹ یې بشپړې شوې دي.

دی وايي، د بشپړو شویو دوسیو له مخې تر دې مهاله په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې ۴۳۶۹ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې او دا لړۍ روانه ده.

ده خبر ورکړ چې په دغه ولایت کې به ټوله غصب شوې ځمکه تشخیص، تثبیت او له غصبه خلاصه کړي.

دوی وايي، د دې کار لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه شوې وه چې د بېلابېلو ادارو استازي پکې دي.

خلک له غصب څخه د ځمکو د خلاصون د هر کلي ترڅنګ په دې برخه کې د ځینو ستونزو یادونه هم کوي.

د مرکز ښرنې اړوند د تارخېل قوم یو مشر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل، کلونه کېږي چې خپلې دښتي ځمکې یې ابادې کړې خو اوس د حکومت له خوا په دې نوم په نښه شوي او د دوی کارونه یې بند کړي چې ګواکې دولتي دي.

دی زیاتوي، د خپل ملکیت “مشاع” قباله لري چې له تېرو ۶۰ کلونو راهیسې یې دا موضوع پر حکومتونو ګرځولې ده.

د هغه په خبره، له تېرو څو لسیزو جګړو راهیسې د پکتیکا په سلو کې ۱۰ سلنه وګړي هم د خپلو ملکیتونو اسناد یا نه لري او یا ورک شوي.

دی وايي، په دغسې حالت کې ګرانه ده چې د خپلو ځمکو تشخیص وکړو.

نوموړی له حکومته غواړي چې دغو ستونزو ته په پام له غصب څخه د ځمکو د خلاصولو لړۍ په عادلانه توګه مخ ته یوسي.

Views: 37

Exit mobile version