مزارشريف (پژواک ۳ غویی ۱۴۰۱): له بلخ ولایت مزارشریف ښار څخه تښتول شوی ترکمن ماشوم عبدالرووف له دوو کلونو وروسته، نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
دغه یوولس کلن ماشوم کابو دوه کاله وړاندې د ۱۳۹۹ کال عقرب میاشتې په ۱۰مه نېټه د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف ښار څخه د انسان تښتوونکو له لوري وتښتول شو، چې هغه مهال نوموړی نهه کلن و.
دغه ماشوم اوس د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او نن په بلخ کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو،
د دغه ماشوم د سپارلو مراسمو کې له پلازمېنې کابل څخه د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي او د دغه حکومت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق هم ګډون درلود.
عبدالسلام حنفي وايي، عبدالرووف د حکومت د استخباراتو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص کړای شو.
د هغه په وینا، دغه ماشوم دوه کاله وړاندې د تېر حکومت پر مهال د انسان تښتوونکو له لوري وتښتول شو، چې دغو انسان تښتوونکو د تېر حکومت له ځينو چارواکو سره نږدې اړیکې درلودې.
هغه همدا راز زیاتوي، د تېر حکومت له لوري د دغه ماشوم د خلاصون لپاره هېڅ ډول هڅې ونه شوې، خو د اوسني نظام له ټينګښت را وروسته په جدي توګه او له ټولو شتو امکاناتو څخه په استفادې هغه راخلاص او کورنۍ ته یې وسپارل شو.
بل خوا د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق په هېواد کې د وروستیو پېښو د غندنې ترڅنګ د امنیتي او کشفي ارګانونو له لوري د یو شمېر پېښو د لاملینو د نیولو خبر هم ورکړ.
هغه همدا راز دا هم وویل، د استخباراتو مسوولین به د هر ډول مجرمینو او د پېښو د عاملینو نیولو لپاره پوره هڅې وکړي او دوی ته به سخته سزاګانې هم ورکړل شي.
بلخوا د دغه ماشوم خلاصون د هغه پر کورنۍ سربېره د بلخ ولایت د یو شمېر اوسېدونکو له هرکلي سره مخامخ شو.
دغه خلک د حکومت له لوري د عبدالرړوف د خلاصون ستاینه کوي، خو وايي، چې حکومتونه مسوول دي، ترڅو د خلکو د امنیت او خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.
د عبدالرووف پلار حاجي محمد نبي د اوسني سرپرست امنیتي او کشفي ارګانونو له هڅو مننه کوي او وايي چې زوی یې دوه کاله وړاندې وتښتول شو، خو اختطافګرو له نوموړي د دغه ماشوم د خلاصون په بدل کې په زياته اندازه پیسې غوښتې چې هغه یې د ورکولو توان نه درلود.
نوموړی زیاتوي، په دغه قضیه کې یو شمېر خلک نیول شوي او ټول هغه خلک دي، چې د تېر حکومت له سیمهییزو چارواکو سره یې نږدې اړیکې درلودې.
عبدالمحمد محمدي د بلخ اوسېدونکی چې نن یې د دغه ماشوم د سپارلو مراسمو کې ګډون کړی وايي، خوښ دی چې عبدالرووف خپلې کورنۍ سره له دوه کلن ځنډ وروسته یو ځای شو.
هغه د سرپرست حکومت له هڅو خوښي ښيي او وايي چې حکومت باید د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
مراد قل هم د عبدالرووف د خلاصون په پار خوښ دی او د امنیتي او کشفي ارګانونو هڅې د نوموړي د خلاصون لپاره ستايي.
د بلخ امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالحی عابد وايي: د عبدالرووف د برمته کېدو په تور یې له شلو څخه زیات کسان نیولي او قضیه یې محکمې ته لېږل شوې ده.
هغه همداراز زیاتوي، عبدالرووف د هېواد شمالي ولایتونو کې ساتل کېده چې له ډېرو هڅو وروسته یې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې وموند.
Views: 112