Pajhwok Afghan News

هلمند کې د انسان تښتوونکو پنځه کسیزه ډله نیول شوې ده

لښکرګاه (پژواک، ۴ غویی ۱۴۰۱): د هلمند امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یې د انسان تښتوونکو پنځه کسیزه ډله نیولې ده.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغو کسانو درې اوونۍ مخکې یو عام وګړی له تښتولو وروسته وژلی و.

هغه زیاته کړه، د استخباراتو ریاست ځواکونو یاد کسان د لښکرګاه ښار په شپږمه امنیتې حوزه کې نیولي او د څېړنو په نتیجه کې یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

مولوي قاسم وايي چې نیول شوو کسانو ته به د قانون له مخې سزا ورکړل شي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په هلمند کې د انسان تښتوونکو ډلې نیول شوې او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوې دي.

 

Views: 145

Exit mobile version